شعـــــرونه

د صلیب خطر

اسد الله رزین

د صلیب خاکی اوس ډیري خطرناکې
د هر چا لپاره وړ طرحې لري

ورته ګوری چې دڅه شې ډیر شوقي ده
سمدستي باندی هغه جال غواړوي

ماهرین لری همدغه یی وظیفه ده
چی وي شونې په هغه یی را ګیروی

څوک په مال څوک په چوکۍ ټینګ ځولانه کړي
دصلیب تر آرمانو یی جاروي

دتعلیم په نوم یی ډیر حلقه به ګوش کړل
امریکا ته په ویزو یی غولوي

د پیشن په نوم یی ډیر بوتلو جارګې ته
بی ځنځیره او ترسیري یی ورپریږدي

چې له لاری په یو څه بی لارې کیږي
په هغه تبر یی پښې ور پریکوي

څوک د هیلو په خیالې بڼ کی میشته کړي
د هوا او هوس په تورو یی وهي

چی دحق آواز یی ستونی کې وربند کړي
مداغه کې چرګان دغسی روزي

له فعالیته یی لاس په سر کړی چوکیدار سي
له ملت سره اړیکې ور شلوي

نور د حق خبر ناحقه ورته ښکاري
په دغسې مصیبت یی اخته کوي

ټول کړه وړه یی دصلیب تر حکم لاندی
په ظاهره ځان سپیڅلی ښکاروي

بی آثره یی کړی مال هم بیا تری یوسي
خوار ذلیل سي په شرمو یی شرموي

ټول شهرت او سر ښندنی یې ورتباه کړي
د عالم مخ کی یی لوڅ ودروي

د تاریخ پا ڼوکې نوم  د بل غلام سي
څو عاطل باطل صوفیان ورپا ته سي

دا دی سپینه خبر یاده کړه (رزینه)
موږ دي خدای له دی لعنته وساتي

رزین
چارشنبه  ۱۱او۳۰سهار ۱۱/۳/۲۰۱۵

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x