افغانستان

فراه: پشت‌رود ولسوالۍ د سلګونو طالبانو تر برید لاندې ده

نن ټکی اسیا ( شنبه، وري ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د فراه ولسوالۍ سیمه‌ییز چارواکي وايي چې سلګونو طالبانو ددغه ولایت په پشت‌رود ولسوالۍ برید کړی دی.

د پشت‌رود ولسوال ملا غوث الدین وايي چې نن سهار طالبانو د پشت‌رود په ولسوالۍ برید کړی او جګړه لا هم په شدت سره روانه ده.

هغه ادعا کړې چې په برید کې شاوخوا ۷۰۰ طالبانو برخه اخېستې ده.

د فراه ولایت د والي ویاند عبدالرووف رحماني هم د برید پخلی کړی.

هغه ادعا کړې چې تر دې مهال یې ۳ طالبان وژلي او دا یې منلې چې په جګړه کې ۲ عسکر ټپیان شوي دي.

طالبانو هم د یاد برید پخلی کړی او ویلي یې دي چې د سهار لمانځه وروسته يې په پشت‌رود ولسوالۍ کې په ګڼو پوستو بریدونه کړي دي.

هغوی زیاته کړې چې سلګونو طالبانو چې په سپکو او درنو وسلو سنبال دي، تر دې مهاله ۲ پوستې نیولي، ۶ عسکر يې وژلي، ۴ نور یې ژوندي نیولي دي او جګړه لا هم روانه ده.

طالبانو د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې چې طالبانو تېره ورځ د فراه ولایت د بکوا ولسوالۍ د نېولو ویډيو خپره کړه. طالبانو ویلي وو چې دغه ولسوالۍ يې د فرورۍ د میاشتې په ۱۸مه نېټه نېولې ده.

په ویډيو کې د طالبانو مشر په خپلو ملګرو غږ کړی و که ثابت پاتې شي او شریعت تطبیق کړي، د فراه نورې ولسوالۍ به هم ونیسي.

که څه هم په ژمي کې د طالبانو بریدونو زور اخېستی و خو د پسرلي په را رسېدو سره ښايي دغه بریدونه نور هم توند شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x