
په دوو ترافيکي پېښو کې ديارلس کسان وژل شوي
نن ټکی اسیا ( شنبه، وري ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د کابل کندهار پر لويه لار د غزني ولايت عزيز کلا سيمه کې د بار وړونکي ټيلر او ۳۰۳ ډوله بس تر منځ د ټکر له امله څلور تنه وژل شوي او شپاړس نور ټپيان دي.
د غزني ولايت وياند شفيق ننګ وايي، چې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور تنه مړه شوي او شپاړس نور ټپيان دي.
د غزني د عامه روغتيا ریاست وايي، چې ټپيانو کې د څلورو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.
د يو بل خبر له مخې نن سهار له باميانو کابل ته تلونکی فلاينګ کوچ موټر د ميدان وردګو جلريز ولسوالۍ کې د تېز رفتار له امله واوښت او شلو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.
د ميدان ورګ ولايت وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، چې نن سهار پنځه بجې يو فلاينګ کوچ له باميانو کابل ته روان و، چې جلرېز ولسوالۍ اوني کوتل سيمه کې واوښت.
د خوږياڼي په وينا په دغه چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه تنه مړه شوي او يوولس ټپيان دي.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد پر لويو لارو د ترافيکي پېښو بنسټيز لامل تېز رفتاري او د ترافيکي قوانيونه نه مراعاتول ګڼل کيږي.
تېره اونۍ هم د عزني قره باغ کې يوې ترافيکي ۲۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.