افغانستان

غزني: د ولایتي شورا پخوانۍ وکیله ټپي شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د غزني سیمه ییز چارواکي وايي چې نن تر غرمې لږ وړاندې د ولایتي شورا په پخوانۍ وکیلې حیمده ګلستاني ډزې وشوي او تر روغتونه يې ورسوله.

د غزني د والي ویاند شفیق ننګ وايي چې حمیده ګلستاني نن تر غرمې وړاندې شاوخوا یوولس نیمې بجې د غزني ښار د مهاجرینو په ښار ګوټي کې د بې غږه تومانچې په وسیله ټپې شوې ده، چې دمګړۍ تر درملنې لاندې ده.

د غزني د عامې روغتیا مسوولین وايي چې د ولایتي شوار د پخوانۍ وکیلې حميده ګلستاني روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی.

د غزني د والي ویاند ويلي دي، چې له پېښې څو دقیقې وروسته پولیس ساحې ته رسېدلي دي، خو بریدګر په تېښه بریالی شوی و.

تر دې وړاندې هم په غزني ښار کې د غلچکي بریدونو پېښې ډېرې کېدلې، خو په روان لمریز کال کې څو ورځې وړاندې د لومړۍ حوزې مدیر هم د ښار منځ کې وويشتل شو.

د سید عارف د وژلو مسوولیت طالبانو په غاړه واخیست او ويې ویل چې د دوی ملګري نوموړی د غزني ښار په کلاه سبز کوڅه کې وواژه.

دا په داسې حال کې دی چې له تېرو ۱۱ ورځو راهیسې د غزني ولایت په شلګر او ده یک ولسوالیو کې د حکومتي عسکرو لخوا د «نصرت» تر نوم لاندې د دغو ولسوالیو څخه د طالبانو د ویستلو لپاره عملیات پیل کړي وو چې تېره ورځ پای ته ورسېدل.

طالبانو د «نصرت» عملیات ناکام بللي او په وینا یې عملیات د دوی د دښمن په تېښته پای ته ورسېدل. دولتي لوري هم په یادو عملیاتو کې د وړاندې تګ خبر نه دی ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x