د ټاکنو خپلواک کميسیون مشر، یوسف نورستانی

نورستانی: د پارلماني ټاکنو ځنډول، ناقانوني ده

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستانی وايي چې د ارګ له لوري د پارلماني ټاکنو ځنډول دوی حیران کړي دي او په خبره يې دا یو ناقانونه عمل دی.

احمد یوسف نورستاني د سرور دانش خبرو ته په اشاره وايي چې د ټاکنو د یو کال ځنډ په اړه نه د ټاکنو له کمیسیون سره مشوره شوې، نه خبر ورکړل شوی او نه هم دوی تر دې وړاندې له دې اعلانه خبر درلود.

د ګډ حکومت د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش د کابینې د دویم پړاو د وزیرانو په معرفي کې اعلان وکړ، چې د ځینو ستونزو له امله دوی نشي کولای چې پارلماني ټاکنې پخپل وخت ترسره کړي او ويې ویل چې دغه ټاکنې یو کال وځنډول شوې.

سره له دې چې د ټاکنو د ښه ترسره کېدو لپاره د ټاکنیزو کمیسیونونو لپاره د سمون کمیسیون هم د شکريې بارکزۍ پر مشرۍ جوړ شو، خو سرور دانش وویل چې دوی د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د اشرف غني د فرمان له مخې ټاکنې بل کال ته وځنډولې.

یوسف نورستاني له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا د دوی لپاره د حیرانۍ خبره ده «حکومت اقلاً له کمیسیون سره نه خبره کوي نه مشوره کوي چې دا مشکلات لرو.»

تر دې وړاندې د ګډ حکومت د اجرایه او جمهوري ریاستونو تر منځ د ټاکنیزو کمیسیونونو د سمون لپاره د ټاکل شوې کمیسیون پر مشرۍ هم ناندرۍ را ولاړې شوي ورسره جوخت په تېر لمریز کال کې د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي تړون د سند د تایید په مهال هم د دې تړون مخالفو وکیلانو موافق هغه پر دې تورونول چې له دوی سره د امریکا د سفارت له لوري په پیسو او مېلمستیاو سربېره د دندې د یو کال اوږدېدو هم کلکه ژمنه شوې ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د