
کاپیسا کې د اربکیانو پر ضد لاریون وشو
نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): پرون ناوخته د کاپیسا په مرکز محمود راقي کې ګڼو کسانو په دې ولایت کې د اربکیانو پرضد لاریون وکړ.
لاریون کوونکو د ګډ حکومت او والي پر ضد شعارونه ورکول او له ځانو سره يې د هغو دوو تنو شهیدانو جسدونه هم راوړي و، چې اربکیانو وژلي و.
په لاریون کوونکو په ولسي جرګه کې د کاپیسا د خلکو استازی اقبال ساپی هم موجود و، چې په پېښه کې وژونکي ملامت او ولسي وګړي په حقه بلل.
د لاریون کوونکو له ډلې حاجي نعمت الله د نن ټکی اسیا سیمه ییز همکار ته وویل چې دغه اربکیان چې ډېری په اله سای او تګاب کې دي که د دولت په خوښه کار کوي، نو اربکیان او محلي پولیس يې بولي، خو کله چې کوم ناقانونه کار وکړي بیا وايي چې دا نامسووله وسله وال دي.
په لاریون کې د ولسي جرګې غړی اقبال ساپی هم وايي چې د دې وسله والو تر ټولو کلک ملاتړی د کاپیسا سرپرست والي محراب الدین ساپی دی، دهغه په خبره په دې پېښه کې د یوې کورنۍ دوه تنه شهیدان شوي او څلور نور ټپیان دي.
د کاپیسا والي دا نه مني، چې ګواکې دی په سیمه کې د دوی په خبره د نامسووله وسله والو ملاتړی دی، خو په خبره يې دا جنايي پېښه ده چې دوی به يې څېړنه وکړي.
تر دې وړاندې هم د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې د اربکیانو، پولیسو او اردو عسکرو پر ضد لاریونونه شوي دي، خو دولتي لوړپوړو مسوولینو يې په اړه کوم اقدام نه دی کړی.