افغانستان

ولسي جرګه هم له سعودي د اشرف غني ملاتړ «غیر مسؤولانه» ګڼي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): ولسي جرګه وايي چې د یمن او سعودي په قضیه کې له ارګه د جمهوري ریاست د سعودي عربستان ملاتړ یوه غیر مسؤولانه عمل دی، چې ستونزې به وزېږوي.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل چې له ارګه د سعودي په ملاتړ غږ، د افغانستان په باندني سیاست کې یو سم ګام نه دی او ښايي لا هم ستونزې راته ډېرې کړي.

د ولسي جرګې بل غړي غلام حسین ناصري وویل چې تر اوسه لا هم موږ نورو هېوادونو ته اړ یو، دولت مو په داخل کې برېمانه ستونزې لري او زرګونه افغانان لا هم په نورو هېوادونو کې مېشت دي، د دوی په خبره په داسې حال کې د اشرف غني ملاتړ اسمان ته لاس غځول دي.

د دوی په خبره اوس هم په نږدې ۷۲ هېوادونو کې شپږ میلیونه افغان کډوال شته، چې ښايي په بهرني سیاست کې د سم ګام نه اخیستو له امله هغوی ته زیان ورسېږي.

تېره پنجشنبه د ولسمشر له ماڼۍ «ارګ» څخه د سعودي د ملاتړ په اړه خپرې شوې اعلامیه کې په دریوو ټکو کې د دولت رسمي دریځ بیان شوی و.

لومړی د سعودي عربستان د ملاتړ یادونه شوې، بیا په یمن کې د دیموکراسۍ له لارې راغلی نظام مشروع بلل شوی او په پای کې د سعودي او یمن د شخړې په سوله ییزه حل ټینګار شوی.

په اعلامیه کې راغلي چې افغانستان له سعودي عربستان سره ژورې تاریخي او دیني اړیکي لري او د الحرمین الشریفین دفاع د هر مسلمان وجیبه ده.

د ارګ په اعلامیه کې هڅه شوې چې له سعودي څخه د ملاتړ په دریځ کې د سیاسي پر ځای دیني او مذهبي اړخ پیاوړی وښيي.

د ارګ له ګلخانې ماڼۍ څخه د دې اعلاميې له خپرولو وروسته ورسره جوخت اجرايوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله له سپېدار ماڼۍ څخه د یادې اعلاميې په غبرګون کې وویل چې دا د افغان حکومت بشپړ نظر نه، بلکې د اشرف غني خپل شخصي نظر نه دی.

«عبدالله وايي، دمګړۍ سعودي عربستان له ګواښ سره مخ نه دی او نه هم الحرمين الشریفين تر بريد لاندې راغلى دى، بلکې سعودي پر يمن بريد کړى دى، نو په داسې حال کې له سعودي ملاتړ څه معنا لري؟».

ورسره جوخت د عبدالله عبدالله مرستیال محمد محقق هم وویل چې د اشرف غني له لوري د یمن پر ضد د سعودي ملاتړ د امنیت شورا د پرېکړې خلاف دریځ دی.

محقق چې د ایران نېږدی پلوی ګڼل کیږي دغه هېواد سره د اړیکو په نه خرابېدلو ټینګار کوي او وايي چې دوی باید د یوه هېواد سره په اړیکو باید د بل هېواد سره خپلې اړیکې خرابې نه کړي.

سره له دې چې ځينې شنونکي له سعودي نه د اشرف غني ملاتړ په بهرني سیاست کې د هېوادونو د راماتولو دلیل بولي، خو ځينې نور وايي ښايي د ایراني پلوو سیالانو په منځ کې د ګډ حکومت تر منځ دا درز تر نورو هغو ژور ثابت شي، چې پايښت به يې لا ډېر له ننګونو سره مخ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
habib amin

هغه متل وایی به هرجامه که می پوشی من از طرز خرامت می شناسم که هر قدر طالب طالب ووایی ستا دغه چل او نیرنگ تولو ته معلوم شوی ته طالب نه دفاع نه کوی بلکه د طالب له نامه نه په اصل کی د شیعه گانو او مشرکینو نه دفاع کول دی ددی سایت مسئول او چلونکی د وحشی د خمینی اووحشی او سپاه پاسدارانو جاسوسانو نمایندگی کوی ته اصل نه طالب یی بلکه د طالب په نوم د ایران سپا ه پاسدار ### یی او عقل دی د ### دی تو هغه دایرا نی وخشیانو او فرعونی فا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x