افغانستان

د ننګرهار پوهنتون استادان: د غوښتنو تر منلو به درسي اعتصاب کوو

نن ټکی اسیا ( شنبه، وري ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د ننګرهار پوهنتون استادانو پرېکړه کړې، چې د دوی د قانوني غوښتنو تر منل کېدو به له تدريسه انکاري وي.
د ننګرهار پوهنتون د استادانو د اتحاديې مشر اجمل صافي رسنيو ته وويل، چې د پوهنتون استادانو او مامورينو نن د يوې غونډې په ترڅ کې پرېکړه وکړه، چې تر څو يې قانوني غوښتنې او شرطونه نه وي منل شوي، تدريسي اعتصاب به يې روان وي.

استاد اجمل صافي وويل، چې د ننګرهار پوهنتون اداره او پوهنځۍ د سختې ګډوډۍ ښکار دي، د استادانو حيثت او احترام نه کيږي او کار اهل کار نه سپارل کيږي.
صافي زياته کړه: «د استادانو د تنخوګانو ورکېدل، امنيتي ستونزې، پوهنتون کې اړوند اصلاحات، استادانو ته کورونه نه ورکول او ګڼې نورې ستونزې دي، چې له امله موږ په اعتصاب لاس پورې کړ.»

استادانو د رايو په اکثريت پرېکړه کړې، چې پوهنځيو ته به ځي، مګر تدريس به نه کوي او دا اعتصاب به تر هغو روان وي، تر څو چې د دوی غوښتنې او شرطونه نه وي منل شوي.

د ننګرهار پوهنتون محلصين وايي، چې دوی د استادانو د درسي اعتصاب په اړه هېڅ معلومات نه لري او نه چا دا خبر ورکړی دی.
د پوهنتون رييس ډاکټر طاهر عنايت وايي، د ځينو فاکولتو ځينو استادانو د درسي اعتصاب ګواښ کړی، مګر دا کار د پوهنتون د ټولو استادانو استازيتوب نه شي کولای.

تېره مياشت سره رود ولسوالۍ کې د ننګرهار پوهنتون د استادانو شاوخوا شل ميليونه افغانۍ د ناڅرګندو وسله والو له لوري تښتول شوې وې او له هغې درې مياشتې وړاندې هم د سره رود نظر اباد سيمه کې د ننګرهار پوهنتون د محصلينو اته ميليونه بدل اعاشه د ناڅرګندو وسله والو له خوا تښتول شوې وې، مګر تر اوسه هم د دواړو پېښو په تړاو څوک نه دي نيول شوي او نه هم د يادو پېښو په اړه څه پرمختګ شوی دی.

د ننګرهار پوهنتون استادانو پرېکړه کړې، چې د ورکو تنخواګانو تر پيدا کېدو، استادانو ته د کورونو د ورکولو او پوهنتون کې د اصلاحاتو تر راوستو به خپل درسي اعتصاب ته دوام ورکوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close