ولسي جرګه به په یوه اوونۍ کې د نوماند وزیرانو اسناد وڅېړي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۱۵مه، ۱۳۹۴): د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي چې دا جرګه به په روانه یوه اوونۍ کې د شپاړلسو نوماند وزیرانو اسناد او د تابعیت اړوند خپلې څېړنې بشپړې کړي.

د ولسي جرګې دویم مرستیال نذیر احمد احمدزي رسنیو ته وویل چې په دې اوونۍ کې به د نوماند وزیرانو د اسنادو او تابعیتونو اړوند څېړنې بشپړې شي او ښايي د راتلونکې اوونۍ په لومړیو کې ولسي جرګه نوماند وزیرانو ته د باور رايې ورکړي.

د ګډ حکومت له لوري د کابینې په دویم پړاو معرفي کې د تېرې چهارشنبې ورځ – د وري ۱۲مه – د اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش له دفاع وزارت پرته شپاړلس نوماند وزیران ولسي جرګې ته ور معرفي کړل.

سرور دانش پوهنيار عبدالرزاق وحيدي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، مېرمن دلبر نظري د ښځو چارو، پوهندوی مېرمن سلامت عظيمي له نشه يي توکو سره د مبارزې، ډاکتره فريده مومند لوړو زده کړو، ډاکتره نسرين اورياخېل د کار، ټولنيزو، شهيدانو او معلولينو، علي احمد عثماني د اوبو او انرژۍ، همايون رسا د سوداګرۍ او صنايعو، عبدالباري جهاني د اطلاعاتو او فرهنګ، اسدالله ضمير د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ، محمد ګلاب منګل د سرحدونو او قبايلو، انجنير محمود بليغ د فوايد عامې، عبدالستار مراد د اقتصاد، ډاکتر محمدالله بتاش ترانسپورت او هوايي چلند، اسدالله حنيف بلخي د پوهنې، سيد سعادت منصور نادري د ښار جوړونې او ډاکتر عبدالبصير انور عدليې وزارتونو لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژندل.

د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي چې دوی به د دې نوماند وزیرانو د زده کړو اسناد او تابعیتونه په دقت وڅېړي او له هغه وروسته به يې د رایو لپاره صندوقونه کېږدي.

د ګډ حکومت مشرانو پخپلو لومړیو ورځو کې ویلي و، چې دوی به حد اکثر په پنځه څلویښت ورځو کې کاري او پر استعدادونو ولاړه کابينې معرفي کړي.

په هېواد کې د سرپرست وزیرانو او والیانو موجودیت د اداري فساد لومړی عامل بلل کېږي، چې د ولس او دولت ترمنځ يې فاصله لازیاته کړې ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د