افغانستان

بغلان: د ملي اردو په موټريز کاروان چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي چې نن مازیګر د دې ولایت په پلخمري ښار کې د اردو په کتار چاودنې پنځه تنه وژلي او اوه نور يې ټپیان کړي دي.

د بغلان د امنیه قومنداني مطبوعاتي څانګه وايي چې د اردو له کتار سره څېرمه په موټرسایکل کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي و، چې د کتار د تېرېدو په مهال چاودنه ورکړل شوې ده.

له یاد دفتره خپره شوې خبرپاڼه کاږي چې په چاودنه کې وژل شوي او ټپيان واړه عام وګړي دي او په خبره يې د اردو عسکرو ته يې زیان نه دی اړولی.

پېښې ته څېرمه عیني شاهدان وايي چې چاودنه د کتار د تېرېدو په مهال وشوه، چې د دوو تنو عامو وګړو له ټپي کېدو پرته يې نور زیان د اردو عسکرو ته اړولی دی.

په پلخمري کې د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه چاپه غاړه نه دی اخیستی، خو دولتي سرچینې يې د طالبانو کار بولي.

بل اړخ ته طالبانو بیا د دې ولایت په تاله وبرفک ولسوالي کې د جګړې خبر ورکړی دی او په خپره کړې خبرپاڼه کې يې ويلي چې د دې ولسوالي امنیه قومنداني يې له نیولو وروسته سوځولې ده.

طالبانو ویلي چې په دې برید کې يې اوه پولیس وژلي او شپږ نور ټپیان کړي او هم يې یو ملګری له لاسه ورکړی.

دولتي سرچینو د تاله وبرفک د امنیه قومنداني د له لاسه وتلو اړوند څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x