ډاکټر عبد الله او اشرف غني د کمپاین پر مهال په یوه مناظره کې

د يمن موضوع زموږ هم شوه

محمد اسماعيل (عندليب)

د سعودي عربستان په ګاونډي هيواد يمن کې له زياتو کلونو راهيسې تاو تریخوالی روان دی، مرګ ژوبلې رسيږي، او بريدونه تر سره کيږي، حتی امريکايي الوتکې هم په يمن کې بريدونه کوي، او د القاعده ډلې يو شمير غړي او مشران يې په نښه کړي، خو په (عرب پسرلي) کې په يمن کې د لاريونونو او حکومت له تبديلۍ وروسته هلته بيا حالات خورا کړکيچن او خرابه شول.

په دې وروستيو کې کله چې هلته حوثي وسله والو پرمختګ وکړ، او جمهور رئيس عبد ربه هادي منصور يې له پلازمېنې صنعاء څخه تېښتې ته اړ کړ، ټول عرب او په ځانګړې توګه سعودي عربستان يې ووېراوه، د يمن حکومت له عربي هيوادونو مرسته وغوښته، د حوثيانو پر ضد ايتلاف جوړ شو، او له نژدې لسو ورځو راهيسې د ايتلافي قواوو لخوا چې مشري يې سعودي عربستان کوي په یمن کې پر حوثيانو او د حکومت پر مخالفينو هوايي بريدونه روان دي.
دا موضوع تر هغه وخته چې د عربو خپلمنځي، د عربو او ايران، او د عربو او ايران د نيابتي جګړې پورې وه، نو د افغانانو پکې دومره نظر د پام وړ نه و، خو اوس چې افغانستان په دې جګړه کې د سعودي عربستان ملاتړ وکړ، نو موږ ته هم دا حق راکول شو، چې له دې نقطه نظره د یمن په موضوع کې خپله رايه څرګنده کړو.

دغه موضوع دوه اړخه لري، چې يو يې د عربو خپلمنځي ګټې او تاوانونه، او دوهم يې پکې د افغانستان د ښکيلتيا فايدې او زيانونه دي.

لومړی دوهم اړخ:

د یمن له حکومت څخه ملاتړ بيا تر هغه وخته پورې نه تړل کيږي کله چې سعودي عربستان پر حوثيانو بريدونه پيل کړل، بلکې که افغانستان (لکه څنګه چې د ارګ اعلاميه وايي) په (مردم سالارۍ) باور درلودای او د يمن اوسنی حکومت يې مشروع بللای، نو هغه مهال يې بايد  دغه اعلان کړې وای چې ګاونډيو هيوادونو په يمن کې پر حوثيانو بريدونه نه وای پېل کړی، ځکه د جګړې په جریان کې د یو اړخ ملاتړل په جګړه کې ېو طرف نيولو په معنی دي، نو د افغانستان دريځ هيڅکله په یمن کې د مشروع حکومت د ملاتړ په معنی نه شي کېدای.

دا دليل چې ګوندې افغانستان عملاً په جګړه کې او پوځي عملیاتو کې ښکيل نه دی، او نه به ښکيل شی، هم ناسم دی، ځکه چې ملاتړ په جګړه شوې، په يو بل سوله ايز دريځ کې نه، که په جګړه کې نه ښکيل کيږي، نو ملاتړ بيا د څه کوي؟

دلته ځينې خلک د سعودي عربستان په دوستۍ کې، د پاکستان سره د سيالۍ لپاره د افغانستان دغه دريځ ستايي، خو حقيقت دا دی چې د پاکستان او سعودي دوستي د افغانستان او د سعودي تر ملګرتيا ډېره پاوړې ده، او په دې ځانګړې موقع کې خو افغانستان دغه ډول يوې اعلاميې صادرول هيڅ نه و پکار بلکې دا له سياست څخه يو لرې اقدام دی.

پاکستان چې د يمن په موضوع کې دخالت کاوه، دوه وجوهات يې درلودل: لومړی دا چې په يمن کې شا او خوا پنځه سوه پاکستانيان اوسېدل، او د هغوی د ژغورلو لپاره پاکستان اړ و، چې هر ډول پرېکړه وکړي، دوهم دا چې سعودي عربستان له پاکستانه رسماً غوښتنه وکړه، چې بايد په دې موضوع کې ورسره مرسته وکړي، پاکستان بيا خپل حيثيت پر ځای وساته، فوراً يې ځواب ورنه کړ، لومړی يې د خپلو اتباعو د خلاصون غږ پورته کړ، او کله چې سعودي خپله غوښتنه بيا بيا تکرار کړه، پاکستان د مشورو ځواب ورکړ، او باالاخره ورسره يو ځای شو.

خو بالعکس افغانستان نه د يمن سره کومه نژدې سياسي معامله لري، نه په هغه هيواد کې خپل اتباع لري، نه ورسره سرحد يا په سيمه کې کوم تړون لري، خو افغانستان يوازې د سعودي د خوشحالولو لپاره،د د يمن او سعودي د لانجې به برخه کې د امريکا د سياست د ملاتړ  په موخه او د پاکستان سره د سيالۍ لپاره دغه اعلان وکړ، او اعلان ته يې خورا ناوړه اړخ ورکړ، چې ګوندې افغانستان د حرمينو شريفينو دفاع ته چمتو دی.

په داسې حال کې چې نه خو خپله سعودي عربستان ويلي چې د يمن لانجه حرمينو شريفينو ته ګواښ دی، او نه کوم بل اسلامي هيواد، نه خپله يمن او نه هم حوثيانو، بلکې دا د سعودي عربستان سياسي جنګ دی، په عربو خپله سالاري او مشري لا پسې کلکول غواړي، او کوښښ کوي، ايران ته وښيي، چې په هر ډګر کې ورسره ډغرې وهلو ته چمتو دی.

افغانستان په داسې يو حالت کې قرار لري، چې نه يې د چا په ملاتړ ښه کيږي، او نه په مخالفت بده، او په داسې حال کې د سعودي عربستان ملاتړ اعلانوي، چې باالمقابل خپله افغانستان ته به يې زيان ورسيږي، دا ځکه چې سعودي او ځينې نور عرب هيوادونه په ښکاره وايي چې په يمن کې جګړه د سعودي عربستان او ايران ده، ايران د حوثيانو ملاتړ کوي، او سعودي عربستان ګټو ته زيان پېښېږي، نو ځکه سعودي اړ دی، چې مقابله وکړي.

په داسې حال کې چې افغانستان او ايران سره ګډه پوله لري، افغانستان ته نه ده پکار چې د خپل ځآن په وړاندې حساسيتونه راوپاروي، که ايران کولای شي چې ميلونه  ميلونه لرې په يمن کې حوثيان تقويه کړي، نو دا خو ورته ډېره اسانه ده، چې همداسې يو ځواک په افغانستان کې هم وروزي او د افغان حکومت ته لانجې جوړې کړي.

د افغانستان ملاتړ داسې مهال صورت نيسي چې د سعودي په مشرۍ ايتلاف کې يوازې لس هيوادونه داخل شوي دي، يو يې امريکا هم ده، ډېرې عربي هيوادونه هم پکې نه دي شامل شوي، هغه هيوادونه له دې امله نه چې له افغانستانه هم کمزوري دي ځکه د حوثيانو په وړاندې د دريدلو دريځ نه شي غوره کولای، بلکې لومړی دا چې په يو سياسي بهير کې خپله ګټه او زيان ګوري، او دوهم دا چې خپل داخلي حالت ارزوي، افغانستان د عراق،  او سوريې په شان په لانجو کې ښکيل هيواد دی، دغه دوه عربي هيوادونه چې له يمن څخه ځان لرې ساتي، افغانستان بيا سلګونه کيلو متره لرې څه ګټه ويني چې په پردي ګريوان کې لاسونه ننباسي.

دلته يو دليل ويل کيږي چې افغانستان بايد د سعودي عربستان سره نژدې اړيکې وپالي، او وساتي، دا ډېره مهمه ده، افغانستان چې اوس د اړيکو نيولو يو نوي دور ته داخل شوې، دا ډېره مهمه ده، چې  نړۍ د هيوادونو سره نژدې اړيکې پیدا او وپالي خو په داسې عاجلانه توګه نه لکه د يمن په قضيه کې، په دې معنی که افغانستان په دې قضيه کې د سعودي عربستان د ملاتړ اعلان نه وای کړې هم نو سعودي سره يې اړیکې نه خرابېدې، او که يې وکړ، نو سعودي ته کومه ګټه نه شي رسولای، اصلاً سعودي عربستان په هغه جګړه کې له غير عربو هيڅ تمه نه لري، هغه د عربو جنګ بولي، نه د مسلمانانو.

د يمن او سعودي عربستان د موضوع په اړه د افغانستان اعلاميه عجولانه ده، تر ټولو ناسمه برخه يې دا ده چې (د هر ډول ګواښ د راڅرګنديدو په صورت کې د حرمينو شريفينو د سپيڅلې خاورې څخه د دفاع لپاره په ټول ځواک د سعودي عربستان د مسلمان او ورور هيواد تر څنګ دريږي)  او تر ټولو ښه برخه يې دا ده چې وایي (افغانستان دولت د دې بحران لپاره د سوله ايزې حل لارې طرفدار دی، د ټولو اسلامي هيوادونو او د هغوی له رهبرانو غواړي چې د اسلامي کنفرانس د سازمان او ملګرو ملتونو له لارې په دې برخه کې هلې ځلې وکړي).

د افغانستان دغه دریځ له کمانه وتلی غشی دی، خو ښه به دا وي چې نور دې موضوع کې تر هغه وخته هېڅ راز نظر څرګند نه کړي، څو پورې چې سعودي عربستان پرې غږ نه وي کړی.

لومړی اړخ:

د يمن د موضوع لومړی ارخ چې بايد وڅېړل شي، د عربو خپلمنځي ګټې تاوانونه، او په ځانګړې توګه  د سعودي عربستان او عربي هيوادونو ته د ايران د لاسونو ورغزېدل.

که څه هم يمن او سعودي دواړه له موږ څخه په واټن کې موقعيت لري، خو دومره ويلای شو، چې یوې جګړې ته ننوتل خپله د سعودي عربستان ستره تېروتنه وه، او هغه په څو وجوهاتو:

۱- هغوی دعوه کوي چې ايران حوثيان تقويه کي، یعنی د هغوی سره ايران جنګيږي، خو عملاً هلته ايرانيان شتون نه لري، او سعودي د جګړې په کرښه کې دی، نو زيان سعودي ويني او هغ داسې چې د يمنيانو دوښمني به خپله کړي.

۲- که ايران کولای شي، چې په مالي لحاظ يا د وسلو په مرستو يا سياسي ملاتړ حوثيان چې يوه وړه ډله ده ځواکمنه کړي، او حکومت سره يې جګړې ته وهڅوي، نو سعودي عربستان چې د يمن سره پوله هم لري، دغه کار له ايرانه ښه کولای شي، همداسې يې بايد کړې وای.

۳- دغه جګړه به تر يو حده د سعودي دفاع وکړي، ايران به سوچ کولو مجبور کړي، او حوثيان به هم کمزوري کړي، خو تر ايران به زيات سعودي زيان وکړي، او هغه په دې معنی چې حوثيان ايرانيان نه دي، ايران هغوی ته ورکړې وسلې او پيسې په بيلات حساب کړي، او له دې جګړې وروسته به حوثيان نور هم په ايران تکيه زياته کړي.

خو له بله پلوه خپله سعوديان وژل کيږي، وسلې يې له منځه ځي، حوثيان ورڅخه متنفر کيږي.

۴- تر ټولو مهمه يې دا چې سعودي په تېرو څو کلونو کې وسلې اخيستي، او استعمال کړي يې نه دي، ايران په دې سيمه کې د امريکا او نورو غربي هيوادونو د پلانونو د پلې کولو يو ستر قراردادي دی، لرې دې نه وي چې دغه جګړه دې غربي ځواکونو په دې موخه جوړه کړې وي، چې سعودي عربستان پکې وسلې له لاسه ورکړي، او نورو وسلو اخيستلو ته اړتيا وويني، په دې سره به د لويديځو هيوادونو پر لور د سعودي او نورو عربي هيوادونو د پيسو بوجۍ ورخلاصې، او د وسلو اخيستلو لپاره به د هغوی سره اړيکه ونيسي.

۵- سعودي ته پکار وه چې په يمن کې يې د خپلې خوښې ډلې ملاتړ کړې وای، او خپل سرحدونو امنيت يې کلک کړې وای، که چرته پرې د مقابل لورې څخه حمله شوې وای، نو بيا ورته جواز و، چې هر ډول پرې کړه او اقدام وکړي.

پاتې شوه، د حرمينو شرفينو خبره، نو د دې جګړې څخه داسې څه اثار نه ښکاري، چې مکې مکرمې او مدينې منورې ته دې ګواښ وي، البته د شيعه مذهب پيروان کوښښ کوي، چې د دې دواړو مقدسو ځايونو ملکيت او مشري په لاس راوړي، يا ورته زيان ورسوي، د هغې لپاره بيا دومره ستر جنګ ته اړتيا نه لري.

پای

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د