اقتصاد

روسیه د «اسلامي اقتصاد» په پلي کولو غور کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د روسیې په پارلمان کې د مالي بازارونو د کمیټې مشر «ډیمتریف سافیلوف» د یو داسې قانون وړاندیز کړی چې له مخې به یې په دې هیواد کې اسلامي اقتصاد ته وده ورکول کیږي.

نوموړی وايي چې د دغه قانون په مټ شونې ده چې روسیه د اقتصادي بندیزونو په وړاندې پیاوړې شي.

ډیمتریف سافیلوف له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې لویديځ او امریکا د اوکراین له موضوع وروسته په روسیې اقتصادي بندیزونه لګولي او د روسیې بانکونه باید د دغو اقتصادي بندیزونو په وړاندې بدیلې لارې ولټوي.

د روسیې د پارلمان دغه غړي زیاتوي چې اسلامي اقتصادي نظام کولای شي چې د روسیې اقتصاد وژغوري.

نوموړي همدا راز وړاندیز کړی چې روسي بانکونه باید د اسلامي بانکوالۍ او اسلامي شریعت مطابق سیستمونه پلي کړي.

دا وړاندیز د روسیې پارلمان ته لیږل شوی خو تر اوسه تصویب شوی نه دی، او همدا مهال په پارلمان کې تر جر وبحث لاندې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حق جو

وایي مولانا عبیدالله سندهی صاحب چې کله د اسلام سیاسي، اقتصادي او اخلاقي نظام د جلاوطنۍ په وخت کې لینن ته تشریح کړ، نو لینن یي تر سخت اغیز لاندې راغی او حتی دایي وویل چې تاسو دومره معیاري نظام لرئ ولې مو عملي کړی نه دی ! او بیا لینن افسوس وکړ چې کاشکې تر مارکس وړاندې مې د محمد صلی الله علیه وسلم د فکر مطالعه پیل کړې وای لینن عبیدالله سیندهي ته ویلی و چې که مې دکمونیزم غږ نه وای پورته ضرور می اسلام مانه او اسلامی نظام مې تطبیقاوو خکه دغه نظام له افراط او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx