د هنډوانې روغتیايي ګټې

لیکوال: نجیب الله (ملګری)

هندواڼه د لیکوین په نوم مادی درلودونکی دی چه یاده ماده یو قوی انټی اکسیدانت ګڼل کیږی دغه ماده کولی شی د جلد حجرات د آزادو راډیکلونو د ضرر څخه وژغوری.

آزاد راډیکلونه اکثر د لمر د وړانګو سره یواځی منځ ته راځی یادی وړانګی د بدن پر پوستکی بدی اغیزی شیندی د بیلګی په ډول د پوستکی ژر زړښت ، پر پوستکی د ګونځو پیدا کیدل او حتا د پوستکی سرطان د رامنځ ته کیدو سبب ګرځی دغه راز هندواڼه د B او C ویټامینونو تر څنګ یو شمیر منرالونه هم لری لکه پوتاشیم او مګنیزیم چه د بدن د عمومی روغتیا لپاره ډیر ګټور ښودل شوی دی.

همدارنګه په هندواڼه کی موجود لیکوین د کولیسترول د اکسیدیشن او رسوب څخه په رګونو کی مخنیوی کوی چه د رګونو د بندیدو ، د زړه د نارغیو او د وینی د لوړ فشار څخه په مخنیوی کی یو ډول وقایوی رول لوبوی.

دغه راز هندواڼه د انرژی او اوبو یو ښه منبع ګڼل کیږی دغه الهی نعمت د کال په هغه موسم کی چه ورته ډیر ضرورت لیدل کیږی د لاس رسی وړ دی

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د