fbpx

د اختلاف اداب

حامد افغان

په اجتهاد کې د صحابه کرامو تګلاره

ټول مسلمانان په دې متفق دي چې د تشریع حق یواځي د الله په لاس کې دی، یعني دا درته روا او دا ناروا د الله له لوري شوي دي، لکه قرانکریم وايي: کله چې الله او د هغه رسول یو کار فیصله کړی وي هیڅ مومن نر او ښځه نه شي کولی په هغه کې خپل اختیار ولري، او څوک چې د الله او د هغه د رسول مخالفت وکړي هغه ډېر لیري بیلاري شو. وما كان لمؤمن ولا مؤمنة إذا قضى الله ورسوله أمراً أن يكون لهم الخيرة من أمرهم ومن يعص الله ورسوله فقد ضلّ ضلالاً بعيداً﴾ [الأحزاب: 36]. بل ځای قرانکریم وايي: دا زما سیده لاره ده د دې لاري پیروي وکړئ د نورو لارو پیروي مه کوئ چې له دې لاره به مو بېلاري کړي. هذا صراطي مستقيماً فاتبعوه ولا تتبعوا السبل فتفرق بكم عن سبيله﴾ [الأنعام: 157].

په یوه حدیث کې راغلي عمر بن الخطاب رضي الله عنه رسول الله صلي الله علیه وسلم ته د تورات یوه نسخه راوړه او په هغه کې یې یو څه ولوستل نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: ایا تاسو د خپل دین په اړه شکمن او حیران یئ لکه یهود او نصارا چې شکمن او حیران وو، تاسو ته مې سپین او پاک دین راوړی دی که موسی ژوندی وی هم خامخا به یې زما پیروي کوله. أمتهوّكون أنتم تهوّكت اليهود والنصارى؟ لقد جئتكم ببيضاء نقية. ولو كان موسى حياً لما وسعه إلا اتباعي. رواه احمد والبیهقي وغیره.

په رايي دلیل ته ترجیح ورکول

د صحابه کرامو ژوند ته که ځیر شو هغوی هیڅکله د دلیل او نص په مقابل کې د چا خبره نه ده منلي او نص یې له هر شي لوړ بللی دی، لکه د بخاري په روایت کې راغلي: مردان بن الحکم وايي زه په حج کې له عثمان او علي سره وم عثمان له حج تمتع نه خلک منعه کول کله چې علي رضي الله عنه خبر شو هغه د دواړو نیت وکړ او د حج تمتع تلبیه یې وویله، او ويې ویل: زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت د چا د خبري لامله نه پریږدم، عن مردان بن الحكم قال: شهدت عثمان وعلياً رضي الله عنهما ـ وعثمان ينهى عن متعة الحج، وأن يجمع بينهما ـ فلما رأى عليُّ أهلّ بهما لبيك اللهم بعمرة وحجة قال: ما كنت لأدع سنة رسول الله صلى الله عليه وسلم لقول أحد.رواه البخاري.

خطیب البغداي او ابن القیم الجوزیه په خپلو تصنیفاتو کې د صحابه و په خپله رایه دلیل ته د ترجیح ورکولو لسګونه بیلګي راخیستې دي، هغوی ته چې حدیث رسيدلی خامخا یې خپله رایه پرې ایښې ده او حدیث یې عملي کی ده څو بیلګې یې دلته رااخلو:

لکه عمر رضي الله عنه په دې نظر و چې ښځه د میړه د دیت په میراث کې حق نه لري خو کله چې ضحاک بن سفیان رضي الله عنه ورته ویل: ماته رسول الله صلی الله علیه وسلم لیک راولیږه چې د اشیم الصبابي ښځي ته د هغې د میړه د دیت میراث ورکړم، په دې سره عمر رضي الله عنه له خپل نظر نه رجوع وکړه.

عبد الله بن عمر رضي الله عنهما به د عمر د کورنۍ ځمکه په کرایه ورکوله، له رافع بن خدیج نه یې پوښتنه وکړه هغه ورته وویل: رسول الله صلي الله علیه وسلم د ځمکي په کرایه ورکول منعه کړي و، نو ابن عمر هغه ځمکه په کرایه ورکول پرېښودل.

د ابو الجوزاء په نوم یوه کس له عبد الله بن عباس رضي الله عنهما نه د بیعه صرف په اړه پوښتنه وکړه هغه ورته وویل: لاس په لاس ورکول یې پروا نه لري، بل وخت ابو الجوزاء په حج کې بیا له ابن عباس نه پوښتنه وکړه، هغه ورته وویل: په وزن سره به کیږي، ابو الجوزاء ورته وویل: په یوه مسئله کې دي دوه فتواوي راکړې، ما ستا په هغه مخکینۍ فتوا خلکو ته فتوا ورکوله، ابن عباس ورته وویل: هغه زما نظر و، د دې اوسنۍ فتوا په اړه مې له ابو سعید الخدري نه د رسول الله صل يالله علیه وسلم حدیث واوریده، نو خپله رایه مې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث له پاره پرېښودله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د