fbpx

د یرغلګرو ځواکونو تر وتو وروسته جهادي فعالیتونه باید څه ډول تنظیم شي؟

شاهد(غزنیوال)

اوس چې مو د لوي الله جل جلاله په نصرت او د مقدس ۱۳ کلن جهاد د سرښندنو په برکت له ویاړلي هیواد څخه د خارجي یرغلګرو د پرشاتګ لړۍ پیل او د هیواد ډیری سیمې د هغوي له شتون څخه تصفیه شوې مجاهدینوته په کار ده چې خپل راتلونکي جهادي ، اداري ، تعلیمي او عمراني پروګرامونه د وخت او شرائطو له غوښتنې سره سم عیار کړي ، تر څو ولس و پوهیږي چې مجاهدین یواځې د جګړې اتلان نه، بلکې د سولې او ثبات په مهال د امنیت ټینګولو او په مختلفو برخوکې د بیارغولو وړتیا هم لري.

مجاهدین باید په خپلو راتلونکو پراګرامونو کې لاندې ابتکارات په پام کې ولري :

الف : په تخلیه شویو سیمو کې باید د جهادي فعالیتونو ترڅنګ د ټولنیزو فعالیتونو او بیارغونې پروګرامونو ته ډیره توجه وکړي تر څو مو ولس پر دې وپوهیږي چې هیواد مو نور د جګړې پر ځای په تدریجي توګه د امنیت او بیارغونې پرلوري روان دی. مجاهدین باید نور د دغه ډول ابتکاري فعالیتونو په پرمخ بیولو کې سیمه ییز مخور ، علماء او قومي مشران سهیم او ډیر مسؤلیتونه د هغوی پرغاړه ور واچوي.

ځکه د اشغال د وخت بیړني پوځي وضعیت اوس بلکل تغیر کړی ، د خارجي ځواکونو لخوا د مقاومت د جهادي او اداري چارواکو د وژلو ، بمبارولو او نیولو خطر کم شوی ، اوس باید د جهادي چارواکو تر څنګ په سیمو کې محلي وجهاء (مخور) د سیمې د چارو د سمبالښت په غرض سهیم او هغه مشکلات چې د امنیت د ګډوډولو باعث ګرځي د همدي منطقوي مشرانو د نفوذ او قومي وجاهت په وسیله له منځه یوړل شي.

د بیلګې په ډول د اربکیو ستونزه چې د خارجي ځواکونو یوه تر ټولو خطر ناکه توطیه او د هغوی پاتې شونې ده په هیڅ صورت د هغې حل یواځې له پوځي لارې ممکن نه دی ، باید دا خطرناکه دسیسه د سیمه ییزو مشرانو او د هغوي د ټولنیزو او محلي تړونونو په وسیله حل کړای شي.

که مجاهدین غواړي د اربکیزم خطر ناکه پروژه د تیر په څیرله پوځي لاري له منځه یوسي دا به په حقیقت کې د هغوی ستره اشتباه او په لوی لاس د دښمن د تخریبي پلان کامیابول وي.

همدا راز له اربکیانو پرته چې اوس د امریکایانو په لمسون د مرګ ټیمونه او یا نورې غیر مسؤلې وسله والې ډلې راپورته کیږي ، باید مجاهدین دغه ټول خارجي دسائس د یوه منظم پلان له مخې د سیمه ییزو منورینو ، علماوو او د سیمو د کلیوالي تړونونو په وسیله شنډ او نابود کړي، نه دا چې له هغوي سره پوځي برخورد وکړي او له دې لارې د کورنۍ جګړې مقدماتو ته زمینه سازي وشي.

ب: په هغو سیموکې چې د هلمند ، فراه او ځینو نورو ولایتونو په څیر پراخې دښتې لري او مجاهدینو به مخکي هغه دښتې د خارجي یرغلګرو د ګرځیدو راګرځیدو په خاطر ماین کاري کولې نور باید په دغه ډول سیموکې د ماین کاري تکتیک ته تغیر ورکړل شي ؛ ځکه داخلي ګوډاګيان نه دومره وسائل او نه هم دومره توان لري چې د بهرنیو یرغلګرو په څیر په همدغو پراخو دښتوکې روز مره تګ راتګ وکړي .

همداراز مخکې چې به په هرولایت کې د خارجي ځواکونو د پوځي نقلیه وسائطو او د هغوي د پلي ځواکونو د عبور او مرور امکانات زیات وه نو مجاهدینو به د هغوي د ښکار کولو او په نښه کولو لپاره د لویو لارو او سرکونو په غاړو د نقلیه وسائطو ضد ماینونه خښول ، اوس چې په کومو سیمو کې خارجي ځواکونه هیڅ شتون نه لري نو باید حتی الامکان په لویو لارو کې د ماینونو خښول بند کړل شي ؛ ځکه د داخلي ګوډاګیانو پوځي ځواک په هماغه اندازه نه دی چې مجاهدین يي د چریکې بریدونو په وسیله مقابله ونکړای شي.

که له همدغو ځواکونو سره د مقابلې او یا پر هغوی د برید کولو ضرورت پیدا کیږي نو هغه د سپکو وسلو په زریعه هم کیدلای شي پرته له دې چې د هغوي د له منځه وړلو لپاره اوس هم په لویو لارو کې ماینونه وکرل شي .

همدا راز مجاهدین باید داستشهادي عملیاتو په تکتیک کې ژور بدلون راولي او هغه په دې توګه چې دغه ډول عملیات یواځې په هغو پوځي مراکزو متمرکز کړي چیرته چې بهرني اشغالګر د پوځي مشاورینو او پوځي روزونکو په نوم شتون ولري .

د دې تکتیک غوره کول به دا ګټه وکړي چې له یوې خوا به خارجي اشغالګر دا حس کړي چې دوی په همدې خوندي مراکزو کې هم خوندي نه دي او له بلې خوا به د دغو عملیاتو په تر سره کیدو کې د احتمالي ولسي وګړو د تلفاتو مخنیوی وشي . داخلي ګوډاګیان که هرڅومره مهم او ډیر وي د دې ارزښت نه لري چې د استشهادي اتلانو د سر په قیمت له منځه ولاړشي .

ج: مجاهدین باید په مجموع کې د ګوډاګۍ ادارې له ځواکونوسره د پوځي فعالیتونو په کیفیت کې مثبت بدلون راولي ، حتی الامکان باید کوښښ وشي چې د هغوی د وژلو پرځای د هغوی د تسلیمولو او د رژیم له لیکو څخه د هغوي د را جلاکولو کوښښ وکړای شي .

له افغانستان څخه د شوري ځواکونو د وتلو پرمهال هغوی ویل چې مونږ ترشا داسې ځواک پری ایښی چې تر څوکلونو پوري به له افغانانو سره جنګیږي ، دروسانو دغه ځواک د هغوي پرسونل ضد ماینونه ول چې د افغانستان په مسکوني او زراعتي ساحوکې یې خښ کړي ول .

اوس چې امریکایان او نور یرغلګر له افغانستانه پرشاکیږي هغوی هم د شوریانو په څیر همداسې ماینونه تر شاپري ایښي چې تر ډیرو به افغاني ساحه ورباندې نا ارامه وي ، دغه امریکايي ماینونه اربکیان ، او داخلي ځواکونه دي چې د امریکایانو په نیابت به د هغوي د اهدافو لپاره په افغانستان کې جنګیږي .

دا د امریکایانو او ټولو خارجیانو هغه خطر ناکه پروژه ده چې غواړي د خپلو ۴۰۰۰ وژل شویو عسکرو د وژل کیدو غچ د همدې پروژې په وسیله له افغانانو واخلي .

د امریکایانو د دغې فتنه ګرې پروژي ناکامي او شنډول یواځې دلته د جګړې په سقوط کې ممکن دی او جګړه په داسې ډول ختمیږي چې مجاهدین د خپلو جهادي فعالیتونو په ترڅ کې د دښمن له لیکو څخه د هغوي افراد رابیل کړي په مفتوحه سیمو کې رغنیز او تعلیمي پروګرامونه پلي او ولسي مخوروته ته په ادري فعالیتونو کې ونډه ورکړي.

د تخلیه شویو مناطقو د ادارې لپاره باید د خپلو امکاناتو مطابق منظم اداري ، عمراني تعلیمي او تربیتي پروګرامونه پیل او د رژیم د قواوو او اربکیانو د له منځه وړلو پرځای د هغوي د تسلیمي او قانع کولو هڅه وشي.

د تیرو تجربو او تاریخي واقعیتونو له مخې افغانان د خارجي اشغال په وړاندې د فوق العاده حساسیت په لرلوسره له خارجي یرغلګروسره د مقابلې او مبارزې ښه روحیه لري ، خو کله چې خارجي اشغال له منځه ځي او د توپک خوله يي د خپل افغان په لوري را اوړي بیا یې هماغه د هیواد د دفاع مقدسه جګړه د داخلي جګړې رنګ خپلوي او ټول هغه افتخارت او ویاړونه چې له اشغالګروسره یې د جهاد پر مهال ترلاسه کړې وي په همدې داخلې جګړې کې بیرته له لاسه ورکوي ، چې د شوري ځواکونو تر وتو وروسته په افغانستان کې د تنظمي جګړو ناخوالې د دغه حقیقت ژوندۍ بیلګې دي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

ډیر نیک نظر دی خدای دی وکړی چی ټولی خواووی دغه نظر عملی کړی او په هیواد کی د لا زیاد وینی بهیدنی لړی ودروی

بی ادبی معاف
میلمه
بی ادبی معاف

مننه له نیک نظره دی، البته څومره اندازی پوری چی اوریدل کیږی سږکال طالبان لږ نور هم بیداره شوی او دغه ټکو ته یی پام شوی دی