افغانستان

اشرف غني: د ماين پاکولو د چارو مشري دې افغان حکومت ته وسپارل شي

نن ټکی اسیا ( يکشنبه، وري ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت اول مشر اشرف غني وايي، چې هېواد کې د ماين پاکولو چارې بايد افغان لوري ته وسپارل شي.

اشرف غني د ماين پاکولو د نړيوالې ورځې په مناسبت له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د ماين پاکولو چارې دې افغان لوري ته وسپاري او ډاډ يې څرګند کړی، که دا چارې افغان حکومت ته وسپارل شي، نو امنيتي ستونزې او د ماين پاکولو لګښتونه به هم راکم شي.

اشرف غني ټينګار کړی، چې ملګري ملتونه بايد د دوو اونيو په ترڅ کې د ماين پاکولو چارې افغانانو ته وسپاري، مګر تر اوسه دا نه ده روښانه، چې ملګري ملتونه به د اشرف غني دا غوښتنه ومني که نه؟

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال هم نوموړي له ملګرو ملتونو غوښتي و، چې د ماين پاکولو چارې دوی ته وسپاري، مګر امريکا او ملګرو ملتونو هغه مهال د کرزي غوښتنه رد کړې وه.

پر افغانستان د روسي يرغل له وخته افغانستان کې د ځکمنيو ماينونو ګواښ تر اوسه د زرګونو افغانانو ژوند اخيستی او زرګونو نور يې ټپيان کړي دي.

ملګري ملتونه له تېرو دېرېشو کالو راهيسې افغانستان کې د ماين پاکولو په چارو کار کوي او تر اوسه يې له پنځه سوو ميليونه ډالرو زيات پرې لګولي دي.

د ماين پاکولو مؤسسې ادعا کوي، چې د افغانستان ډېره خاوره يې له ماينونو پاکه کړې، مګر لا هم له پنځه ميليونه مربع متره زياته ځمکه کې ماينونه خښ دي او هر ساعت د افغانانو ژوند ته ګواښ دي.

د ماين پاکولو مؤسسې افغانان کارګران وايي، چې د ماين پاکولو مؤسسو ته ځانګړو شوو بسپنو ډېری برخه يې د بهرنيو کارکوونکو په تنخواګانو لګېدلي دي.

د ماين پاکۍ د موسسو افغان کارکوونکي وايي، که د ماين پاکۍ چارې افغانانو ته وسپارل شي، نو د ماين پاکۍ لګښتونه به نيم په نيمه راکم شي.

يو شمېر څارونکي دا اندېښنه هم لري، چې افغان دولت د دې توان نه لري، چې د ماين پاکولو چارې په سالمه توګه پر مخ بوځي.

د څارونکو په اند افغان دولت د ورسپارل شوو ادارو د چلولو توان نه لري او ډېری پروژې يې له فساده ډکې دي، نو د ماين پاکولو ستونزمنې چارې پر مخ بوول د افغان دولت د وس کار نه دی.

يو شمېر لوري دا اندېښنه لري، چې پخوا هم د ماين پاکولو بنسټونو ځينې کارکوونکي د مخالفينو پر ضد د جاسوسۍ په شکمنو کړنو کې نيول شوي او که دا چارې افغان لوري ته وسپارل شي، نو د فساد خپرېدو تر څنګ به د ماين پاکولو د کارګرانو باور نور هم له منځه ولاړ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x