اردوګان څلور کاله وروسته ايران ته په رسمي سفر ځي

نن ټکی اسیا ( يکشنبه، وري ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د خپل ايراني سيال حسن روحاني په بلنه د روانې مياشتې په اومه نېټه ايران ته روان دی.

اناضول خبري اژانس د ترکي چارواکو له قوله وايي، چې ولسمشر اردوګان به د خپل سفر په ترڅ کې ايراني ولسمشر حسن روحاني او د ايران مذهبي مشر اية الله علي خامنايي سره هم وګوري.

ټاکل شوې، چې ترکي ولسمشر به ايراني چارواکو سره په دوه اړخيزو چارو خبرې اترې وکړي او د ايران، ترکيې د ګډو اړيکو په اړه به هم غونډه وکړي.
ښاغلی اردوګان په داسې حال کې ايران ته سفر کوي، چې سعودي عربستان د لسګوني ايتلاف په مشرۍ يمن کې د ايران پلوو شيعه حوثي ملېشو پر ضد هوايي بريدونه پيل کړي دي.

ترکي ولسمشر په دغو بريدونو کې د سعودي عربستان ملاتړ اعلان کړی او تېره اونۍ يې ويلي و، چې ايران بايد سوريې، عراق او يمن کې له مداخلې لاس واخلي.

اردوګان پر ايران تور لګولی، چې سيمه کې د خپل پراختيايي فکر له امله عربي هېوادونو کې مداخله کوي او دا کار د دوی لپاره دمنلو وړ نه دی.

ترکي ولسمشر ويلي و، چې ايران سيمه کې سعودي عربستان، خليجي هېوادونو او ترکيې لپاره يو سرخوږی جوړی کړی او د سيمې هېوادونو لپاره دا کار د زغملو وړ نه دی او له تهرانه يې وغوښتل، چې بايد په دې خبره ځان پوه کړي.

اردوګان زياته کړه، چې د ايران پاسداران انقلاب په عراق کې جنګيږي او همدا رنګه سوريه کې ايرانۍ ملېشې د بشارالاسد په ملاتړ جنګيږي.

د کارپوهانو په اند ايران ته د ترکي ولسمشر په دې حساس وخت کې ډېر مهم دی، د سيمې او يمن کې د حوثيانو پر ضد پر روانو بريدونو ډېر اغېز لرلای شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د