افغانستان

کندز کې درنه چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا ( يکشنبه، وري ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د کندز ولايت بازار کې يوه درنه چاودنه وشوه.

د کندز ولایت امنيتي مسؤولين وايي، چې چاودنه د يو مقناطسي ماين په واسطه شوې، چې يو موټر کې ځای پر ځای شوی و.

د کندز امنيه قوماندانۍ وياند سرور حسيني رسنيو ته ويلي، چې چاودنه د تاجکستان قونسلګرۍ ته څېرمه د استناف څارنوالۍ د يو څارنوال په موټر کې شوې ده.

د حسيني په وينا په دغه چاودنه کې ياد څارنوال مرګونی ټپي شوی دی.

د ټپي شوي څارنوال هويت تر اوسه نه دی څرګند شوی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x