وتلی برتانوي ژورناليست او د انډيپينډينټ برتانوي ورځپاڼې لپاره د عربي چارو کارپوه

رابرټ فيسک: ځواکمن ايران به سيمه کې د امريکا پوليس وي

نن ټکی اسیا ( يکشنبه، وري ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): که د ايران او پنځه+۱ هېوادونو تر منځ اتومي تړون لاسليک شي، نو ايران به منځني ختيځ کې د امريکا د ګټو لپاره د پوليس دنده ترسره کوي.

وتلي برتانوي ليکوال او د انډيپينډينټ ورځپاڼې ژورناليست په خپله نوې مقاله کې ليکلي،که ايران اتومي ځواک شي، نو دا به عربي نړۍ کې ايران ته دا قوت ورکړي، چې د امريکا لپاره د پوليس په توګه دنده ترسره کړي.

رابرټ فيسک زياتوي، چې د ايران او امريکا تر منځ کېدونکي امنيتي تړون سعودي عربستان او نور عربي هېوادونه اندېښمن کړي او وايي، چې دا امنيتي تړون د سيمې د امنيت لپاره ستر ګواښ دی.

مقاله کې راغلي، که ايران او امريکا پر يو بل د باور فضا جوړه کړي، نو دا به د منځني ختيځ په سياست کې بنسټيز بدلونونه راولي او کېدای راتلونکي لنډ وخت کې ايران په سميه کې د پخواني شاه په څېر د امريکا پوليس شي او د ليکوال په وينا دا کار به عربي نړۍ کې د يوې خطرناکې زلزلې په شان وي.

رابرټ فيسک ليکلي، چې د ايران او امريکا اړيکې باوري شي او ايران عربي نړۍ کې د امريکا د ګټو د خوندي کولو په موخه د پوليس رول پيل کړي، نو هغه مهال به امريکا له سعودي سره د خپلو اړيکو په اړه له سره غور کوي او وايي به چې سعودي عربستان امريکا او نړۍ ته اسامه بن لادن او پنځلس هغه ځوانان ور ډالۍ کړي، چې د امريکا دوه تجارتي برجونه يې ونړول.

ليکووال زياتوي، چې د سعودي عربستان، طالبانو او «سخت دريځو» جهادي ډلو ديني فکر سره ډېر ورته والی لري.

بل پلو مصر دی، نو د فيسک په وينا مصر د امريکا مرستو او لاسنيوي ته اړ دی او مصری ولسمشر عبدالفتاح السيسي پوهيږي، چې بايد د امريکا ټول امرونه او غوښتنې په سر سترګو ومني او له همدې امله يې حماس جهادي غورځنګ سره خپلې اړيکې پرېکړې، هغوی يې ترهګر اعلان کړل، تر څو امريکا او اسراييل خوشحاله کړي. امارات او قطر هم په پای کې هر ډول تړون منلو ته تيار دي، پاتې شو عراق او سوريه، نو دا خو د ايران ايتلافيان دي او د ښو بدو ټولې پرېکړې يې د امريکا په خوښه د ايران په لاس کې دي.

د رابرټ فيسک په وينا د ايران او امريکا تر منځ د اتومي تړون ګټه د ايران تر څنګ د سوريې ولسمشر بشارالاسد ته هم رسيږي او هغه هم ورته ډېر خوښ دی او ډېر عرب چارواکي فکر کوي، چې اوس کېدای شي بشارالاسد د خپل پلار حافظ الاسد په څېر تر ډېره په واک کې پاتې شي.

د عربي چارو کارپوهان له ډېره وخته په دې اند دي، ايران عربي نړۍ کې د خپل پراختيايي فکر په لټه کې دی او د امريکا په خوښه عربۍ کې اور ته لمن وهي او غواړي، چې سيمه کې د يو ځواکمن هېواد په توګه رامنځته شي.

ژورناليست او د عربي چارو شناند عبدالوهاب بدرخان په دې اند دی، چې د ايران او امريکا ګډ سياست له ډېر پخوا را روان دی او جان کيري په همدې لټه کې دی، چې ايران سره د اتومي انرژۍ په اړه خبرې اترې بريا ته ورسيږي.

عبدالوهاب بدرخان زياتوي، چې ايران د امريکا په مشوره د عراق، سوريې، يمن، بحرين او نورو خليجي هېوادونو په چارو کې لاسوهنه کوي او هڅه کوي، چې هر څه د خپلې ستراتيژۍ په ګټه راوګرځوي او سيمه کې شيعه ګان د سنيانو پر وړاندې غښتلي کړي او سنيان پرې وډبوي او له دې وروسته ګرده سيمه په خپل کنټرول کې واخلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د