
ملا منصور دادالله: افغانستان کې داعش لپاره ځای نه شته – غږیږ
نن ټکی اسیا ( يکشنبه، وري ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو وتلی قوماندان ملا منصور دادالله وايي، چې افغانستان کې د داعش د فعالیتونو لپاره مناسب وخت او ځای نه شته؛ ځکه چې دلته د طالبانو اسلامي امارت موجود دی، خپل شرعي امير لري او ټولې پرېکړې د شريعت په رڼا کې کوي.
تهران راديو خبريال له ملا منصور دادالله پوښتنه وکړه، چې ايا دوی له داعش سره يو ځای شوي او طالبان يې پرېښي؟
ملا دادالله وويل، چې افغانستان کې د امريکايي اشغال پر ضد اسلامي امارت موجود دی، خپل شرعي امير لري او دوی ټول په يوه خوله د خپل د امير د امر لاندې د امريکايي اشغال پر ضد جګړې کوي.
افغان حکومت سره د خبرو اترو په اړه ملا منصور دادالله وويل، چې دا يوازې د رسنيو تبليغاتي هڅې دي او تر هغو چې يو بهرنی عسکر هم په افغانستان کې موجود وي، دوی به امريکا او افغان حکومت سره خبرو اترو ته تيار نه شي.
ملا منصور دالله وويل، چې د اسلامي شريعت له نظره امريکايانو پر افغانستان يرغل کړی او امريکايان به هېڅکله د مسلمانانو دوستان نه شي او تر څو چې د امريکایانو يرغل روان وي، دوی به يې پر ضد جګړې کوي.
د يادونې وړ ده، چې ملا منصور دادالله دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې بي بي سي عربي د ګډ حکومت د دوهم مشر د دوهم مرستيال محمد محقق له قوله لیکلي، چې ملا عبدالله کاکا او د هغه مرستيال ملا منصور دادالله له طالبانو جلا شوي او اسلامي دولت سره يې خپل بيعت اعلان کړی او د تېرې فبرورۍ په ۲۴مه زابل ولايت کې ۳۱ هزاره ګان هم ملا عبدالله کاکا او ملا منصور تښتولي دي.
ملا منصور دادالله د هزاره قومي مشر او د عبدالله عبدالله د دوهم مرستيال استاد محقق تورونه په کلکه رد کړل او يو ځل بيا يې ټينګار وکړ، چې دی اسلامي دولت سره هېڅ اړيکه نه لري او نه هم اسلامي دولت لپاره په افغانستان کې ځای شته.
د يادونې وړ ده، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې افغانستان کې داعش لپاره هېڅ ځای نه شته او دا کار يې يوازې د رسنيو تبليغاتي هڅې بللي دي.
ملا منصور دادالله د ایران د پښتو راډیو سره مرکه لاندي اوریدلای شئ:
زنده باد د اسلامی امارت مشران الحمدالله د ٹولو یوه خبره او یو دریز ده الله دی د دوی حفاظت او نصرت وکڑی
که ويډیويي تبصره يې خپره شوې وی نو د لا ښه باور وړ به وه………
غږیږ فایل خبر ته ور اضافه شو. مننه
akhtar mansor khbury kho nady sha hy hy
د دې ږغيز فایل د ډانلوډ لینک هم کښېږدئ…..
مننه د نن آسیا څخه ……. د حق لارې د جنګیالیو (مجاهدینو)د کامیابۍ په هیله…..
له تهران رادیو سره د ملا اختر محمد منصور داد الله اخندد غږیږې مرکې لینک .
http://pashto.irib.ir/2010-05-29-06-47-40/item/86520-%D9%85%D9%84%D8%A7%D8%AF%D8%A7%D8%AF%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87-%D9%88%D8%A7%D8%A6%D9%8A-%D9%BE%D9%87-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%DA%A9%DB%90-%D8%AF%D8%AF%D8%A7%D8%B9%D8%B4-%D9%87%DB%8C%DA%85-%D9%88%D8%AC%D9%88%D8%AF-%D9%86%D8%B4%D8%AA%D9%87