افغانستان

طالبانو له «عمري لښکر» وروسته، «د غازیانو کاروان » فلم خپور کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو پخپل تازه خپاره کړي فلم «د غازیانو کاروان ـ ۱۲» کې ويلي، چې افغان دولت او د هغوی بهرني ملاتړ له خپلو ټولو امکاناتو سره د دوی د سرتېرو بریدونو په وړاندې بې وسه دي.

طالبانو دغه یو ساعته فلم له منبع الجهاد سټوډیو څخه خپور کړی، په پیل کې د جهادي غورځنګونو او مسلمانانو په یووالي تبصره شوې ده او په ټوله کې يې په جهادي غورځنګونو غږ کړی، چې د الله جل جلاله د رضا او خپلې بریا لپاره باید یووالي ته اولیت ورکړي.

د فلم بله برخه د کابل ـ کندهار په لویه لاره د میدان وردګو په سید اباد ولسوالي کې په اکمالاتي کاروانانونو بریدونو ته ځانګړې شوې ده، چې پکې د تېلو له ټانکرو پورته کېدونکې لمبې او لوګي ښکاري.

د دې یو ساعته فلم بله برخه د «عصري ټکنالوژي زوال » تر سرلیک لاندې په میدان ودرګ، پکتیکا، کونړ ، پکتیا او غزني کې د بهرنیو او داخلي عسکرو په موټرو او افرادو چاودنو ته ځانګړې شوې ده، چې پکې طالبان د خپلو «ژېړو بوشکو» پر مټ زغروال ټانګونه، رینجرې او پیاده ګزمې په نښه کوي.

د منبع الجهاد له سټوډيو څخه د دې فلم وروستۍ برخه د « جهادي اټومي بټۍ څخه » تر سرلیک لاندې بېله شوې ده، چې پکې د میدان ودرګو ولایت په ملي امنیت او د پکتیکا په سرحوضه ولسوالي کې د موټر بم حملې ښوودل شوې دي.

طالبانو په ویډیو کې د موټر بم بریدګر جابر او بلال ښوودلي دي، چې پخپلو پیغامونو کې پخپل «شهادت» ویاړي او خپلو کورنیو او ملګرو ته پر پیغام سربېره پکې طالبانو پخپله تبصره کې ويلي چې افغان حکومت د بهرنیانو په ملاتړ، نه د هغوی ټکنالوژي، نه استخباراتي هڅو او نه هم فزیکي موانعو د دوی د سرتېرو بریدونه مخه ونیوله.

د دوی په خبره که څه هم دولتي له میډیايي زوره په ګټې هڅه کوي چې د سرتېرو بریدونو په اړه ناسم معلومات خپاره کړي، خو د دوی په قول دولت پر دې سربېره هم نه دی توانېدلی دغه « جهادي اټومي بټۍ» فلج کړي.

تر دې وړاندې طالبانو د «عمري لښکر» تر سرلیک لاندې له الاماره جهادي سټوډيو څخه فلم خپور کړ، چې په ټولیزو رسنیو کې يې تود هرکلی وشو.

طالبانو په دې وروستیو کې خپل فرهنګي کار چټک کړی، چې په نږدې تېرو ورځو کې يې «عمري لښکر، د بکوا فتح ، د سنګر خبرې، عبرت او د دانګام فتحه» فلمونه خپاره کړل، چې په غبرګون کې يې ارګ هم د طالبانو رسنیز فعالیت د ځان لپاره سرخوږی وګاڼه او ويې ویل چې ډېری وخت د طالبانو لیکو ته ځوانان د طالبانو د نشراتو په پایله کې ورغلي دي.

طالبان په چاپي برخه کې، شهامت، څرک، مورچل، الصمود، حقیقت او شریعت پر نامه په پښتو، دری، عربي او اردو ژبو مجلې لري، په انځوریزه برخه کې منبع الجهاد، الهجره، الاماره، او توره بوړه سټوډیوګانې لري چې وخت پر وخت د طالبانو بریدونه، د سرتيري بریدګرو پېژندنه او وصیتونه او پر حکومت تبصرې پخپلو ويډيو فلمونو کې رانغاړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زاهد ګل

یار دا فلم چې پرون تازه نشر شوه ما د افغانستان اسلامي امارت توره بوړه ويب سايټ کې وکوت او راډانلوډ مې کړ سخت شه عمليات پکي کړی دی …

زاهد ګل

که سوک ډانلود کول غواړي دا ادرس دی http://www.toorabora.net/?p=19837

ssw wafa wafa

الله دی مجاهدین کــامیــابه اوبریـالی لری

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x