نظــر

که رسنيو د اسنفديار ولي خبرې نه وای سانسور کړې…

ابوالیاس جهادوال
د امريکا په مشرۍ نړيوال ښکيلاک چې کله له نن څخه کابو څوارلس کاله مخکې پر افغانستان خپل ځمکنی او هوايي يرغل پيل کړ، نو وروسه سم يې تبليغاتي جګړې ته هم زور ورکړ او په هېواد کې دننه يې په سلهاوو، چاپي، غږېزې او انځوريزې رسنۍ فعالې کړې، چې له همغه پيله يې د نړيوال ښکيلاک د تيري توجيه کولو او د وسلوال مقاومت د بدنامولو له پاره خپل زهرجن تبليغات خپروي.

تيره ورځ د پښتونخوا عواملي نشنل ګوند مشر اسفنديار ولي له رسنيو سره په مرکه کې له يو مهم راز نه پرده پورته کړه « ماته په خپله نصرالله بابر وويل زه په کندهار کې له ملاعمر سره په ډوډۍ ناست ووم، هغه ته مې وويل چې ياره امير صيب که دا ډېورند کرښه ومنې، ټوله مسأله حل کېږي، راته ويې ويل چې کېږده دا مړۍ دې، پاڅه خاينه. ما دا کيسه مشرف ته هم وکړه چې پښتون ته دا ډېره لوی خبره ده چې پر يوې مسألې سړې له خپلې حجرې څه چې له خپر دسترخوانه پاڅوي» خو کله چې دغه مرکه د آزادۍ راډيو په شمول له يو شمېر نورو افغان ټلويزيونو او راډيوګانو له لارې خپره شوه، دغه مهمه برخه يې سانسور شوې وه.

که څه هم ټولې افغانې رسنۍ د آزادۍ تر شعار لاندې خپرونې لري، خو ډېری هغه يې د نورو د ګټو له پاره فعاليت کوي، خو چېرې واقعاْ دوی د افغانستان او افغانيت له پاره کار کولی نو بايد له دغه مهم راز څخه يې پرده پورته کړې وای. ځکه چې په دې کار سره به هغې يوازينۍ ادعا ته هم د پای ټکی اېښودل شوی وو چې ګويا طالبان د پاکستان په اشاره چلېږي.

په هر صورت د ښاغلي اسنفديار ولي دغه څرګندونې له دوه ډېر مهم حقايق را برسیره کولی شي :

لومړی دا چې د يو شمېر دغو نشنلستانو تورونه ناسم او غلط ثابتوي چې ګواکي مذهبي ګوندونه په تېره بيا افغان او پاکستاني طالبان د يوې پروژې په بڼه د نورو په تېره بيا د پاکستان د ګټو له پاره نيباتي جګړه پر مخ بيايي او خپل ځانونه يوازيني د پښتنو مدافعان بولي. خو دوی چې له لسيزو را په دې خوا « د پښتنو دفاع، عدم خشونت او د ډيورند کرښې » تر شعارونو لاندې فعاليت کوي، تر اوسه يې په عمل کې هيڅ هم نه دي ترسره کړي او مبارزه يې يوازې او يوازې د کابل او اسلام آباد له حکومتونو پر مادې امکاناتو اخېستو محدوده ده. په داسې حال کې چې مجاهدينو، په تېره د حکمتيار اسلامي حزب، د افغانستان اسلامي امارت او پاکستانيو طالبانو له دغې کرښې سره تل خپل مخالفت ښودلی او د هغې په دفاع کې يې عملاْ قربانۍ ورکړي دي. چې ښې بېلګې يې د ښاغلي اسفنديار ولي وروستی اعتراف « ملا عمر د ډيورند کرښې په سر نصرالله بابر له دسترخوانه پاڅولی وو» او د پاکستانيو طالبانو څرګندونې چې څه موده مخکې يې له دغې کرښې سره خپل مخالفت اعلان کړی وو، يادولی شو.

دويم دا چې طالبان له څوارلسو کلونو را په دې خوا له نړيوال ښکيلاک سره يوه ډېره غير متعادله او نامتوازنه مبارزه پر مخ بيايي او په دغه اوږده مبارزه کې يې په نوې ټيکنالوژۍ سمبال، مجهز او له ټولو اسانتياوو برخمن نړيوال ځواک د سر په بيه په ګونډو کړی چې اوس د تيښتې لارې لټوي. دا ټول يوازې او يوازې د پاخه عزم، الهي نصرت او نه ستړې کيدونکې مبارزې پایله ده چې بايد هر افغان او حتی ټول مسلمانان ور باندې ووياړي. خو يو شمېر مزدورې رسنۍ او اجرتي ډيموکراټان د دې ټولو وياړونو مستحق پنجاب بولي او طالبان او مقاومت کوونکي د پاکستان لاس پوڅي.

حال دا چې رښنيا او حقيقت د تل له پاره نه شي پټيدی، کرزي هم څو ځلې په خصوصي او رسمي غونډو کې داسې اعترافونه کړي او دا دی د اسنفديار ولي هم دغه حقيقت پټ نه شوای کړی. په دې هيله چې يو ورځ حقيقت ټولو ته د لمر په شان روښانه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
fahim

خو داخری خبره یی چ وایی ملاعمر خو تاسی راوستی وه او به هغه مو داخبره ونه منله نو کرزی خو امریکا راوستی دی پدی به یی سنکه داخبره ومنی ، ددی نه یی هدف څه دی چی ملاعمرخو تاسی راوستی وه

سنګین

فهیمه وروره که په رښتیا دوی راوستئ وای نو له امر نه یی څنګه سرغړونه کوله او څنګه یی بیا داستخباراتو جنرال د ډوډۍ له سره ورته شړلئ. له دی مالومیږي چی غلام نه وو، که څه هم ملاتړ یی ورسره وو.

انصار

او خلکو! زه طالب نه یم خو دا مه سل په سلو که یقین دی چه د ملا عمر به قا موس که غلامی نشته ، د ملا عمر صاب به قاموس که تنازل نشته، ځکه چه په طالبانو باندی په تیر څوارلس کاله داسی حالات راغلل چه تصور یی نشی کیدلی او ټوله دنیا ورته سره سکروټه وه خو دوی ذبردست مقاومت و کړ، د مور شیدی یی د شی ، دا که څوک یی منی که نه. مننه

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x