افغانستان

کابل به درې ورځې نور هم بې برېښنا وي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان د برېښنا شرکت وايي چې کابل به درې ورځې نور هم بې برېښنا وي.

د یاد شرکت ویاند وحید الله توحيدي رسنیو ته ويلي چې که چېرته هوا ښه وه، ښايي له دریو ورځو وروسته دوی وتوانېږي چې د برېښنا رسونې په برخه کې پېښې شوې ستونزې له منځه یووسي.

د تېر کال د وروستۍ میاشتې په لومړیو کې په سالنګونو کې د واورې ښويېدنې له امله د کابل برېښنايي سیستم خراب شو، چې مسوولینو يې د پايې د ړنګېدو علت ښود.

د تېر کال د کب په نولسمه هم د برېښنا شرکت مسوولینو خبر ورکړ، چې دوی توانېدلي دي، چې کابل ښار ته بېړنۍ برېښنا ورسوي، تر څو خلک خپلې ستونزې پرې یو څه حل کړي.

خو د کابل ښار ګڼ اوسېدونکي وايي چې د د تېر کال د کب له لومړیو تر اوسه پورې برېښنايي سیستم جوړ شوی نه دی او نه هم هغه بېړنۍ برېښنا د دوی ستونزه حل کولای شي.

د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند خوشحال خان مېنه کې مېشت حاجي قسیم وايي چې دوی په دولت باور نه لري ښايي د برېښنا ګډوډول هم دوی ته شخصي ګټه ولري، هغه وايي: « که ستونزه رښتیا هم په برېښنايي سیستم کې وای، د چارواکو د کورونو به هم برېښنا نه وه، خو دلته یوازې زموږ خوارانو نشته. »

د حاجي قسیم په قول په څلورویشت ساعته کې یوازې په نیمه شپه کې ساعت – دوه ساعته برېښنا راشي، چې په خبره يې خلک په خواږه خوب ویده وي او کومه ګټه ترې نشي اخیستلی.

د برېښنا شرکت ویاند بیا وايي چې دوی هڅې پیل کړې، خو د هوا د خرابوالي له امله نه دي توانيدلي چې پر بېرته درول شویو پایو پورې لینونه وتړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
abdullah

دا حکومت او ددې حکومت چارواکی د الله تعالی په لغت ګرفتار دي (د الله مرسته ورسره نشته ) د ذلت او سوایی سره مخ دی . د لغنت ډير علتونو دي ، يو هم رشوت (لعنت الله علی الراشي …. ) ، د سود خوړل ( لعنت الله علی أکل الربا … ) د طاغوت لاره اختيارول ( د اسلامي شريعت پر ځای وضعي قانون حاکمول ) او داسې نور . همدا وجه ده ددې کسانو کارونو وجال او مردار او لړلی دی ، په دومره وخت کې د سالنګ ټولی واورې پاکېدلی خو دوی دوې پايې ترميم نشوای… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x