نظــر

د فرخندې له قاتلینو نیولې د اسلام تر قاتلینو پورې

محمد مسلم افغان
هو په رښتیا هم د اسلام قتل روان دې، زه د فرخندې د مرګ په اړه نه غږیږم دا چې رښتیا څه دي هغه لوې الله ته معلوم دي، په هر حال، د بیلا بیلو ویډیو ګانو لیکنو او خبرونو نه مونږ هم واوریدل چې فرخنده مړه شوه، او ډیري نورو خلکو هم واوریدل چې فرخنده مړه شوه. د هغې د مرګ په اړه یواځې دومره وایم چې که چیرې دالله په لیار کې مړه شوي وي نو الله تعلی دې قبر نور وګرځوي دا به زمونږ دعا وي او که چیرته واقعا دسیسه وي نو الله تعلی په خپله پوهیږي چې څه ورسره وکوي. په مرګ یې مونږ هم خپه یو خو خبره یواځې د فرخندې نه ده، بلکه په افغانستان کې د هغو لسګونو او سلګونو فرخندو خبره ده چې ددې دموکرات نظام د مدني ټولونو او د ښځو چارو د حقوقو په تمه تمه د هغوې روحونه د افغانستان په دموکراتیک نظام لعنت وایي، او د مدني ټولنو او د ښځو چارو د حقوقو له غړو نه اوس هم پوښتنه کوي: چې هغه وخت چې بې ۵۲ بمونه وریدل، په کنړ، پکتیا، هلمند، قندهار، تور بوره، او پوره افغانستان کې فرخندې په کیمیاوي موادو سوزیدې او وژل کیدې او لا هم وژل کیږي د مدني ټولنو غړو او د ښځوو د حقوقو ادارو ددغو فرخندوپوښتنه ولې نه کوله او یا ولې یې نه کوي؟، د هغوې اواز ولې تر دنیا و نه رسیده؟ او نور داسې ډیر سوالونه چې باید ځواب ولري خو د تاسف خبره ده چې جواب ورکونکي په خپله په قتل کې لوې لاس لري.

دادې د فرخندې د مرګ څو ورځې تیرې شوې، هر چا تر خپله وسه پورې دهغې له مرګ څخه ګټه پورته کړه، چا سیاسي ګټه پورته کړه، چا خپلو بادارانو ته د خپلو کارونو په پوره کولو ګټه واخیسته چا یورنګه او چا بل رنګه. خو د افسوس خبره داده چې د فرخندې د قتل سره سره یو بل قتل هم وشو، چې هغه د اسلام قتل دی، هغه داسې چې د مدني ټولنو فعالان او د ښځو حقوق غوښتونکي په پراخه کچه د ملا او عالم په بدنامولو، او د اسلام په بدنامولو خله خلاصه کړې ده او د خپلو بادارانو د خوشحالولو لپاره د هر ډول کفري او توهین امیزه ټکو په ویلو سره په خپلو بدبویه خلو لګیا دي. هسې خو د اسلام قتل او ځورول د ع او غ د دورې له شروع کیدو شروع شوه داسې چې چا په کې د مدرسو دبندولو خبرې کولی، چا په کې له هغه خدایه چې طالبان او داعش یې پیدا کړی په ښکاره انکار کاوه او چا په کې د اسلام د نظام څخه د فیسبوک نظام عادلانه ګاڼه. خو د اسلام د ځورولو دا لړې د اسلام په قتل تمامه شوه، او تر اوسه ښه په درز کې روانه ده، خو دا خلک په دې نه پوهیږي چې اسلام خو شهید دی او شهید تل ژوندی وي.

د افسوس خبره دا ده چې زمونږ د جوماتونو امامان، د اوقافو ملایان او علما ددولت پیسو داسې غلي کړي دي چې له خپلې خلې اخ هم نه باسي، او چا هم ونه ویل چې فرخنده چې چا مړه کړه همغوې یې اوس له مرګه ګټې پورته کوي. چا هم ونه ویل چې هغه چا چې فرخنده مړه کړه هغه کوډ ګر جادوګر او تعویز ګر ول، او د هغوې په اړه اسلام وایي چې څوک دغو کوډګرو او جادوګرو ته ورغلل د هغوې څلویښت ورځې مونځ نه قبلیږي او چا چې پرې عقیده ولرله نو له هغه څه یې انکار وکړ چې پر محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوي دي. او دغه چې تاسې دخپلو بدبویه خلو له لاری تبلیغات ورپسې کوې دا علما دي او انبیاوو وارثان دي، او دا دین چې تاسې یې سپکوې دا اسلام دی او په نړې کې میلیونونه پیروان لري په ۱۴۰۰ کاله کې چا ددې په لمن تور داغ کینښود. او نن یې تاسې د خپلو بادارانو د خوشحالولو په غرض بدنامې ته پایڅې بډوهلي دي خو الله تعلی سخت نیونکی دی. یو عالم او ملا هم د خپل حق غوښتلو لپاره اواز پورته نه کړی ته به وایې چې رښتیا هم همدوې متهمین دي او په قتل کې لاس لري. دمدني ټولنو غوغا او د علماوو او ملایانو د چپ والي څخه مونږ څه نتیجه واخلو؟ ایا مونږ ازاد علما نه لروي، ایا علما دومره
بیغیرته شوي دي چې د خدای ددین ګټلو لپاره له خپلو حقوقو له ډاره دفاع نه شي کولی؟ مسلمانان دومره بیغیرته شول چې غربي ټولنې او حقوق غوښتونکي اوس په ښکاره په یو اسلامي ملک کې چې ۹۹٪ وګړي یې مسلمانان دي په ښکاره ډول په اسلام پسې لګیا دي او څوک د ویرې غږ نه شي کولای؟ زه په خپل حال افسوس کووم. او پر علماوو او ملایانو غږ کووم چې ځان په زوره متهمین کوې مه له خپله حقوقو دفاع وکړې ګنې زما دا لیکنه د ثبوت په ډول له ځانه سره وساتې چې سبا ورځ به دا خلک تاسې ته هر څه وایي او هر څه به پر تاسې اړوي او تاسې به چپه خله یاست او همداسې به اسلام په ورور ورو له منځه ولاړ شي او د ع او غ حکومت به د اتاترک تاریخ ژوندی کړي. و ما علینا الاالبلاغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x