نظــر

اسلامي امارت به کله ملت ته ډاډ ورکړي ؟

حریا شملزۍ
یو شی مې تل ځوروي او قناعت وړ جواب هم نه ده راته رسېدلی په حیث د یوې مستورې د کورنۍ له غړو پرته چاسره بحث او جر هم نشم کولای، البته ځینې قریبان مې چې تل یې د اسلام او هېواد په ساتنه کې سترې قربانۍ او کړاونه زغملي د اسلامي امارت دفاع د ځان وظیفه ورته ښکاري راز راز ځوابونه راکوي چې زما په اند یې اکثره کمزوري او د قناعت وړ نه وي.

دې کې هیڅ شک نشته چې اسلامي امارت او طالبان وروڼه په فعلي شرائطو کې د اسلامي نړۍ یوازینۍ د امیدونو او هیلو ادرس جوړوي او په دین مین مسلمانان د خلافت او بشپړ اسلامي نظام تمه له دوی لري ځکه بل داسی مشخص ګوند یا ځواک ظاهراً نشته او د رسول الله صلی الله علیه وسلم ( زما ځان ، مور او پلار، هستی او نیستی ترې قربان ) په هغه سنت (جهاد ) چی تر وروستي سلګۍ يی جاري ساتلی او د نړۍ ګوټ ګوټ ته یې د همدغه جهاد په برکت د اسلام سپېڅلی پیغام ورساوه او اصفهان او خراسان ته هم د ده مجاهدینو دین راورساوه او بیایی جهاد د دین ستر محافظ ونوماوه چې په عموم کې مؤکد سنت او په ځینو شرائطو کې کفایي او هم فرض عین ګرځیدلی.

ډېری مسلمانان او د اسلام داعیان شته چی تل یې د نبوي خوږو سنتونو بحث او دعوت چلولی او کوشش یې کړی چی د جهانونو د ستر لارښود او داعي پل پل د ژوندانه هر فعل او قول عملي کړي. ځیني تبلیغیان خو بیخي په دې لاره کې د بدعت سرحد ته رسیدلي او د مسواک په وهلو وهلو یی ژامي وسولولي ولې د جهاد نوم په خوب کي هم نه اخلي داسې انګېرل کیږي لکه بیخي چې سنت نه وي یوازې د ګوتو په شمیر مسلمانانو، افغانانو او طالبانو زموږ د مدینې جانان دغه سنت ته پخپلو پاکو وینو تل رنګینه جامه ور اغوستې او د اسلام د ښمنان یې نه دي پري ایښي چې اسلام ته په سپکه و ګوري او زموږ د افغانستان ملت یی هم پوره لاس نیوي کړی.

نه پوهیږم چې طالبان ولې د دغه ملت ځینې هغه شرعي غوښتنې په نظر کې نه نیسي چې هغه که له یوې خوا د ملت حق او له بله پلوه د هغو شیطان صفته رسنیو او نړیوال کفري سازمانونو پرې مخه نیول کیږي چې تل یې ملتونه غولولي او د طالب په سپینو جامو کې یې تل همدغه داغ د کیمرې مخ ته ځلولی او د ملامتیا ګوته د طالب لور ته څنډل شوې. نور دا یو روڼ حقیقت دی چې افغانان به غریبان وي تر یو حده جهالت ځای نیولی د بل کلتور ځان ته نږدې کړي ولې کافران، فاسقان او ظالمان نه دي او د الله په دین او خپل ناموس یې تل ننګه کړې. ولې په یوه چیغه د تکبیر او یووالي د طالب ترشا نه دریږي؟ ولې د طالب نظام ته زړه نه ښه کوي؟ ولې د پردو تبلیغات په بل اوري؟ ګوره دا هغه ملت یادوم چی تاشهید بولي درباندې ویاړې په مرګ دې تبریکي اخلي او په عین زمان کې په بل وراره شرمیږي جنازه او فاتحه یې نه اخلي دا یې له تاسره نه شلیدونکی محبت دی او تایې بیا هم ځینې حقوق تر پښو لاندې کړي زه تل کړېږم چې دا ( خو، خو ) به کله طالب جان ورکوي هرځای، هره حجره، هر دوکان او قهوه خانه کې چې د هیواد په اړه بحث کیږي او  ولسي خلک پخپلو کې تحلیل کوي او یا له نړیوالو رسنیو اوري له ساړه اسویلي وروسته د خو په ویلو د بحث مسیر بدل کړي. مثلاً:  د طالبانو ښه نظام وو خو بس درې شیان څې کوې وروره! د طالبانو اسلامي امارت په زړونو حاکم وو خو ایله… طالبان ښه خلک دي خو…

طالب جانه ولې د دې خو ځواب نه کوې؟ څه مجبوریت لرې؟ د اسلامي امارت مشران به کله خپل ملت ته د دې شرمناک خو څخه نجات ورکوي؟ خیر دی اداره دې نه خفه کیږی که لیکنه می اوږده شي موضوع مې ډیره جدي او د وخت ضرورت دی چې نور زه دا «خو» د خلکو له خولې لري کړم.

اکثره خلګ که خپل دي که پردي چې طالبانو ته په قهرشي لاندې ګیلې پر لپسې بیان کړي او طالب ملامت کړي:

۱- تعلیم او تربیه، مکاتب او مدرسې: طالب جانه دې کې هیڅ شک نشته چې علم فرض او د بشریت له حیاتي او بنیادي ضرورتونو شمیرل کیږي او ستا مخالفت یې کوم شرعي جواز نه لري او ډېر اوږد بحث ته ځکه اړتیا نشته چې قران کریم او احادیث پرې ډک او ضرورت یی ډیر ریات دی که خفه کیږئ نه کومه فقه چې ته د مکتب جواز او نه جواز پکې ګورې دغه مروجه عصري علوم تر موجوده اسلامي فقهې ډیر مشر او د ادم علیه سلام په وخت کې فرض شوي او په ځمکه د خلافت لپاره یو عمده شرط بلل شوی دا چې ته له غربي تعلیم او کفري تعلیم څخه ویره لرې نو عقايد او تاریخ د علمي نصاب پخپل لاس کې واخله ادبیات او اسلامیات ښه سانسور کړه نور نو د بندیدلو حق یی یقیناً نه لرې او په اخرت کې پوښتنه درڅخه کیږي او ځواب یې هم نه لرې. ځکه ملت ته دې قانع کونکی ځواب نه دی ورکړی ښکاره ده چې الله پاک ته یې هم نشې ورکولای او ترمیم او نورو  دلائلو ته ملت غوږ نه نیسي.

مکتب د اسلامی شریعت مطابق درڅخه غواړي او دوې لسیزې درباندې پړه اچوي چې د ولس دغه مسلم حق دې ترپښو لاندې کړی.

۲- چې خبره اوږده نه شي د «خو» له جملې څخه بله خبره ولس تل دا کوي چې طالبان هر کار په ځان پوره بولي او موږ په حکومت داري نه ورګډوي په دې کې هم زموږ دین وضاحت کړی او ولس پر طالبانو حق لري چې ځینې اداري مسايلو کې تر خپلې سرپرستۍ لاندې ځای ورکړي.

۳- د بې ځایه جهادي ګروپونو او ډلګیو شیندلی بهیر چې قومي شخړې او سیالیو ته لمن وهي باید تر یوې منظمې قوماندې لاندې راشي او له پاشلتیا وژغورل شي.

۴- د ملکي تلفاتو مخ نیوی چې ډیری افغانان له هم دې لارې په شهادت رسیږي د دې زه د صحنې شاهده یم چې یوازی زما په ولایت کې څومره وطنوال د طالب جان د بې ځایه ماین خوراک شول شریعت واضح دی. طالبه ملت هر وخت تا تر لاس نیولی شي او په اخرت کې دې الله حفاظت وکړه سخته ده وروره .

یادونه البته دالیکنه ما د دې لپاره نه ده کړې چې طالبان زهیر کړم دا مې نیک نیت او د خپلو وروڼو د توجه جلبولو په موخه کړې او دا هرڅه تاسو ته معلوم او ستاسو ترلاس لاندې سیمې دي.  د هرات ولایت کشک کهنه ولسوالي څخه شروع بیا ټول بادغیس او میمنه چې ولس یې ستاسو همکار او بچي یې له علمه محروم دي همدا راز زابل، کندهار هلمند او داسې نور.

الله دې وکړي چې داسلامي امارت مشران د ملت دغه مشروع غوښتنې ومني او ځان ته یې جلب کړي او د یوې خور ، لور په سپین سترګي تنفید خفه نشي اسلامي امارت زموږ ځان، عزت او ژوند دی.

الله دې سپین بیرغ پخپله ټوله نړۍ حاکم کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
داؤد توخي

الله دی خیر درکړی خورکی د ملت اصلي او واقعي درد ته دي اشاره کړی

یتیم زابلی

اتفاق او که اشد ضرورت ؟
د نوی کال له پیله سره هر وخت د مکتب موضوع ګرمه وي اولس پدی هیله چی ګوندی نعره یی واوریدل شی خپل دغه نقصان باربار په هرمجلس کي یادوی ور ورو یی هیره او د مایوسۍ په وجه د اسلام په لاره کی د یوی بلی قربانۍ په نوم خاموش پاتي شی ښه موضوع ده او د هغو خلګو دی الله چاره وکړی چی د اولس ددغه ستر حق مانع ګرځي او هغه هم یوازی پرخپلو زیردست او ،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،

غوربندي

د همشېرې خبرې او نیوکې د قدر وړ دي

افغان زده کوونکي اوس اوس باید د نړی په ګوټ ګوټ او مختلفو مجالاتو كې د اسلامي امارت تر تمویل او سرپرستی لاندې په عصري لوړو تحصیلاتو بوخت وای

راتلونکی افغانستان په ټوپک ویشتونکو غازیانو حتما ساتل کیدای شي خو د ابادي او ترقی او سیالی لپاره یې مسلکي او د لوړو زده کړو لرونکو مخلصو او پاکدامنو افغانانو ته اړتیا ده .

له دیموکراسی او اشغال نه په راپاتی میراث خو نه شل کیژي که هر څو هم د PIZZA HOT DELIVERY (PhD) او لوړو زده کړو خاوندان دي.

احمد

حضرت پیغمبرص وایی چه مومن دمومن آینه ده حضرت عمررض وایی الله ج دی پرهغه چارحم وکړی چه موږته زموړعیوب راښیی او تنقید لپاره داصلاح دترقی لارده دمسلمانانودخواخوږو اوښه مشوره کونکو څخه مننه الله ج دی اجرعظیم ورته ورکړی خوددی خورکی په جواب داویل غواړم چه طا لبان خپله هم دتعلیم لپاره تروسه کارکوی او ټولومکاتبو اودتعلیم کارکونکوته ایجازه خوځه بلکی کومک یه کوی

انصار

حضرت عمر صاب په مسجد نبوی که په ممبر خلکو ته خبری کولی او نصیحت یی ورته کولو، خو د خلکو د منځ څخه سلمان فارسی صاب ورته ولاړ شو ورته ویی ویل چه عمره ! نه د خبره اورم او نه د اطاعت کړم، عمر صاب وویل چه ولی؟ سلمان فارسی ورته وویل چه ستا کالی ولی زمونژ ځخه اوژده دی نو عمر صاب خپل زوی غالبا عبدالله ته وویل چه ځواب ورکړه نو عبدالله صاب هفه قصه ورته وکړه او د سلمان فارسی قناعت وشو، او بیایی ورته وویل چه اوس د خبره اورم او اطاعت د هم… نور لوستل »

همایون هوتک

حریا خور افرین شه د ډیرو وروڼو حق دی په ځاي کړ دا کار چی د نارینه و او علما کرامو ده او ډیر وخت یی په واخیست او شاهد نورهم داسی په تیارو کی مو بچیان لوی شی ولی داچی تا د طالبانو توجو ورواړولو پحیث د یو طالب زه دی تل منندوی او کور وداني وایم او ډیر مهم ټکی دی را اخیستی یقینا که د اسلامی امارت مشران دغه محدودی مسئلی وڅیړی او د اولس ډاډ تر لاسه کړی نور نو په هیواد کی په همهغه ورځ د ګوډاګیانو ټغر ټول ده دمکتب تر څنګ دی داد… نور لوستل »

شکیب قانونی توخی

دحریا خبری ډیری جدی وی حریاخور نه بلکی ورور زه پیژنم چي ته کله په سر داقتدار وی ستاسره ولی داحساس نه وو لږ دخلافتونو دامیر انو خواته څو راشی کوم امیر ښه امارت وکړی او کوم مامور یی په یقینی ډول اطاعت وکړی . امیران تل مامورینو غولولی امیران تل چاپلوسانو غولوی امیران تل مدیرانو غولولی امیران تل خپلوخواهیشاتو غولوی امیران تل جنسی او مالی تمایلاتو غولوی اخر امیران تل قدرت غولوی ؟ هغه وخت یی ځان ته پام کیږي چي له قدرت ګوښی شی له عمربن عبدالعزیز راپه دی خو چي پوره دخلافت حق ادا کړی هارون رشید… نور لوستل »

حریا شملزۍ

قانونی او بیا توخی صاحب یو عذر دا چی داد بحث فورم نده او بله دا زما پیژندګلوی او هغه هم د اقتدار په مهال او د چنسیت بدلون ددی ټولو جواب وخت اخلی دومره به کافی وی چی دا ته چی په کوم عنوان ما پیژنی دا راته ولیکه او ته لکه چی ډیر زیات غولیدلی یی په دی فاسده نړی کی ځکه نه دی امیر او نه مامور پیژندلی او تبصره دی هم د تش نس راته ښکاری بیا هم مننه چی یوی خور ته د ورور په سترګه و ګورئ دادی شفقت او پیرزوینه ګڼم

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x