«د اشرف غني فرمان، بې کاري اوج ته رسولې»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): پوره یو کال وړاندې په همدې ورځ ـ د وري شپاړلسمه ـ د جمهوري ریاست لپاره ټاکنې ترسره شوې، چې د رایو په اکثریت د ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي تر منځ دویم پړاو ته لاړلې، چې په پایله کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په منځګړیتوب د امریکا په سفارت کې یاد دوه کسان د واک په مساوي وېش راضي او د ګډ حکومت بنسټ کېښودل شو.

د ګډ حکومت له پیله چې نږدې اوه میاشتې تېرېږي، په امنیتي، فرهنګي، دیني او سیاسي ګڼو ستونزو سربېره په اقتصادي برخه کې د کار نشتوالی هم له لویو ستونزو ګڼل کېږي.

له کابله خپرېدونکې سرنوشت ورځپاڼې د ولایتي شورا ګانو د ځینو وکیلانو له خولو لیکلي دي، چې په هېواد کې ټوله بې کاري او د دې بې کاري اوج ته د رسېدلو علت دا دی چې د ګډ حکومت د مشر د فرمان په اساس د کابینې تر بشپړ اعلان پوري په دولتي ادارو کې هر ډول مقرري منع ده.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني د خپل کار په پیل کې په پنځه څلوېښتو ورځو کې د اهلیت او استعداد پر بنسټ د ولاړې کابینې د جوړېدو ژمنه وکړه او ورسره يې په څنګ کې په ټولو دولتي ادارو کې د ټاکنې او ګوښه کولو د منع فرمان صادر کړ.

اشرف غني د دې فرمان تر څنګ ټول لوړ پوړي دولتي چارواکي سرپرستان اعلان کړل، چې د شنونکو په باور دې فرمان په هېواد کې اقتصادي ضعف او د خلکو پرېمانه بې کارۍ ته لاره هواره کړه .

سرنوشت ورځپاڼه د کابل د ولایتي شورا د یو غړي واقف الله روحاني له خولې لیکلي چې د اشرف دې فرمان د ګټې پر ځای تاوانونه زېږولي چې په خبره په دولت د خلکو بې باوري لا غښتلې کېږي، ځکه خو باید حکومت په دې برخه کې جدي اقدام وکړي.

د دوی په خبره د دې حکومت له پیل سره تر اوسه پورې نه کومه پروژه پلي شوې او نه هم په دولتي دستګاه کې په تېرو شپږو میاشتو کې کارکوونکو ته خپل معاشونه ورکړل شوي دي، چې په خبره يې دولتي دستګاه نږدې ده چې «فلج» شي.

د ګډ حکومت له پیله د اوو میاشتو په تېرېدو ګڼ ځوانان د بې کارۍ له امله سر ټکوي، چې په دولتي ادارو کې مقرري منعه ده او ډېری هغه شخصي ادارې چې پکې د کار زمینې برابرې وي، د ګډ حکومت له پیل سره د حالاتو د خرابي له امله تړل شوې دي او ځینې يې پانګونې ته زړه نه شي ښه کولی.

پر دې سربېره د اشرف غني له لوري د لوړپوړو دولتي چارواکو سرپرست اعلانول هم د شنونکو په باور ستونزې زېږولې دي، چې سرپرستان خلکو ته کار نه کوي او خلک يې د ګوښه کولو لپاره لاریونونه ترسره کوي، چې ډېری وخت پکې زیانمن شوي هم ولسي وګړي وي.

د ګډ حکومت کابینې لومړی پړاو د تېر کال د مرغومي په دوه ویشتمه بشپړ شو، د دویم پړاو د شپاړلسو نوماند وزیرانو اسناد د ولسي جرګې له لوري تر څېړنې لاندې دي، چې ښايي د دفاع وزارت لپاره د نوماند وزیر نشتوالی کابینه درېیم پړاو ته وغځوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
habib amin
میلمه
habib amin

مونز یو متل لرو وایی چی په باجور کی …… معاف دی #### د ایرانی شیعه شریرو او هتلری اود اسلامی یاغیانو او باغیانو سپا ه پاسدار او د ایرانی اخندی فاشیستیانو او د ایران اسلام ضد او شریرو له خوا او اود تومن او دالرو د جاسوسی او بی ناموسی لپاره ###### په ضد د پشتنو په ضد داسلام او په ضد د سنیانو او په ضد اهل تسنن ######## لکه د مشرکو چتلیو په نوع بوی کوی ##### د جا هلیت بی عقلیت او پی پدری په شان دی ####### په نفع د ضد اسلام په ضد مجا… نور لوستل »