نظــر

ولې د طالب پلوه خلکو زامن بې علمه پاتې شي ؟؟؟

یتيم زابلی
هغه افغانان چې د طالبانو د تسلط او نفوذ په سیمو کی اوسیږي، اکثره يې په زړه او خوله دا ګيله لري چې د حکومت د تسلط په سيمو کې د خلکو زامن لیک او لوست زده کوي او زموږ او لادونو ته نه دیني تعلیم شته او نه دنیوي؛ بلکې د مستقبل لپاره به زموږ په سیمو کې د ګونګیانو او نالوستو ځوانانو لښکرې وي او دا ډول به د ټولنې پر اوږو بوج وي، په هيڅ به نه پوهیږي د نورو سیمو د خلکوخټګري او بزګري به کوي او په علمي ميدان کې به غلامان وي. ایا له طالبانو سره مرسته، طالبان په کورونو کې ساتل، شهیدان ورکول او له طالب سره درېدل د دې معنا نه لري چې دغه خلک د طالبانو خپل او د کورنو خلک دي؟ نو ولې طالبان خپل خلک د مستقبل لپاره معذوره او نالوستی ګرځوي؟ ایا دا به زیاتی نه وي چې د طالبانو خواخوږي سبا د هزارګانو چپړاسیان وي؟ ځکه چی د بامیانو هر ماشوم لیک لوست کوي، ډاکټران، انجینران او اقتصاد پوهان شول، خو د طالب د خواخوږي زوی خپل نوم نشي لیکلی.

په داسې حال کې چې د طالبانو ډير محترم مشران په خپلوبچيانو ښوونځي وايي، همدا راز د امارت په لایحو کې هم د مکتب د مخنيوي پالیسې نشته، دغه نالوستي اوبې تعلیمه هلکان په ټولنه کې په نشواخته دي، غلاوې کوي، اربکیان کیږي، ځکه دوی له فرهنګه، تهذیبه او دینه ناخبره دي د یاغي ځناورو په ډول لویېږي، ځکه کوم تربیت او تعلیم نشته.

الله جل جلاله په قران کې په قلم سره قسم خوړلی ( ن والقلم ومایسطرون ) د بخاری شریف حدیث دی موږ له دینی عالیمانو اوریدلی چې د بدرپه غزا کې چی کوم مشرکین له مسلمانانو سره اسيران شول نو رسول الله صلی الله عیله وسلم د خلاصېدو په فدیه کې په ځینو مشرکینو دا شرط کیښود چې څو نفره اصحابانو ته به لیک لوست ورزده کوي، همدا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم څوتنو صحابه ووته د عبراني ژبې دزده کولو امرکړی وو، چې په هغه وخت کې عبراني ژبه داسې وه لکه اوسنۍ انګریزې ژبه؛ نو د دې کار دونیوي تاوان هم زیات دی او په شريعت کې هم د مکتب کوم ممانعت په قران او حدیث کې نشته.

نو طالبان دې په دې کې پوره غور وکړي، ځکه اوس تعيلم داسې حثیت لري لکه علاج کول او یا په لاره په موټرکې سفر کول، چې د ژوند له مجبوریتونو ګڼل کیږي، د مثال په توګه طالبان چې خپل روغتون ونه لري، نو چاته خو داسي هم نه وايي چی دغه روغتون حکومت جوړ کړی، په دې کې علاج مه کوه او يا دغه سړک حکومت جوړکړی پر  دې سفر مه کوه، بلکې په لرې خاورینو لارو به سفر کوئ، همدا راز که طالبان خپله مکتب ونه لري، نو باید متبادله لاره ورته ولري، چي نه سیخ وسوځي او نه کباب!!!

چې د خلکو بچیان همداسې بې زده کړو پاتې نشي، بل مشکل دادی چې د دې تاوان يواځې هغه بې وزله بې وسه او غریبانو ته رسېږي، چې د طالبانو همکاره دي ، څوک چې پيسې لري هغه خپل بچيان ښارونو ته د تعلیم لپاره استوي او څوک چې د حکومت طرفداران دي، هغوی ته خو په کابل او نورو ولایتونو کې د تعليم موقع مساعده ده او هلته ماحول هم دومره خراب دی چې ذهن یی ورخرابولی شي، تر هغه خو دلته د طالب په کنټرول او نظارت کې مکاتب ډيرګټور دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
داؤد توخي

واقعیت ده الله دی زموږ مشرانو ته د باریک بینی او تنفید پزیری توان ورکړی او الله دی وکړی چی دملت درد ته درمل شی

مولوي حمدالله

یتیم زابلی صیب لوی رب دې بچیان له یتیمې ورځې وژغوره ، ډيره په زړه پورې لیکنه مو کړې ده خو ډيره ناوخته . کاشکې چې مو دغه موضوع پر وخت را پورته کړې وای کیدای شي ښه پایله یې درلودلای وای اوس چې یونسل په بشپړه توګه د تور تیارو تورې غیږې ته ورټیل وهل شو او طالب پلوه ولس تر طالب ضدو پوره سل کاله شاته پاتې شو د دارنګه موضوعاتو راپورته کول ډير ځنډني خلګو ته ښکاري . ښه مې یاد دي ، نږدې اته کاله وړاندې مې د اسلامي امارت له یو مهم او با احساسه… نور لوستل »

حق جو

پر زابلیانو هلمندیانو روزګانیانو او فرایانو او د غزنی په ناوه چیانو خو د تعلیم په مسئله کی والله که نه امارت ګرم وي او نه هیڅوک امارت خو په لایحه کي ورته لیکلي چې مکاتب فعال کړی دا د همدې سیمي د خلکو، ملایانو طالبانو او یوشمیر جاهلو اوسیدونکو خپل جهالت دی چې د علم او معارف په ګټه یي سر نه خلاصیږي آبل کال چی طالبانو په د غزني په ناوه او زابل کی مکتبونه خلاصول اول مخنیوی یی دمنطقی خلکو وکړ وایي تاسو مو بیا زامن راکافرانوئ؟ دغه یتیم زابلوال هسې له ټول امارت نه ګیله کړي… نور لوستل »

کمال

ولله بی شکه ډیره په رړي پوري اوله حقیقته ډکه….خولکسی لیک نتیجه ورنکړه اوله مایوسی په ویب سایټ کی خپورسو .ههههه

انصار

که چیری طالبان د مکتب مخالف وای نو په وردګو ولایت که به یو مګتب هم نه وا ی فعال او ټول به سقوط وای خو زه فکر نه کوم چه طالبان د د مکتب مخالف وی. او زه د طالبانو نه هیله کوم چه په دی مسله که جدی ووسی او خلک تعلیم او تربیی ته تشویق کړی او تر خبله وسه کوشش وکړی چه خلک تعلیم و کړی خصوصا هلمند، کندهار، زابل، غزنی، پکتیا ، پکتیکا ولایتونو که چه هلته د تعلیم وضعیت خراب دی.

همایون هوتک

ډیره په حقیقت بنا غوښتنه او لیکنه ده موږ اکثره یو جرم غیر ارادی کوو او یا ووړ راته بریښي ، لکه ځیني ملګری دا تنقید کوی چی اوس ډیر ناوخته ده پخوا دا کار شوی وای دا سمه ده چی وختی ونه شو نور خو دی اولس نه کړول کیږی کوټه څاڅی لس کاله وڅڅیده بالاخره اوس خو دی څڅوبي بند شې له نړیدلو پرزیدلو دی وژغورل شې بعضي دوستان د خلګو بلکی د خپلو ملګرو په سترګو کی خاوری شیندي چی طالب که د مکتب ضد وای په وردګو او نورو ولایاتو کی به یی بندکړی وای طالبه… نور لوستل »

یتیم زابلی

ستاسو له ډاډ ګیرنی مننه کوم البته یو وضاحت ضروری بولم موږ تل یوه یادونه کوو چی طالبان د مکتب ضد ندی په کوم دلیل او منطق دا صحی خبره ده چی په لائحه کی هم داسی واضحه ماده نشته چی مکاتیب دی بند شی دا نور هم تشویش ډیروی چی اسلامی امارت مخالفت نلری او بیاهم د طالبانو له لوری بندیږی ځینو دوستانو خو ځان داسی اچولی لکه هیڅ ستونزه چی نه وی او له اجازت نه پرته یی د کمک دعوه هم کړی دا کوم منطق دی نه پوهیږم زموږ مشران داسی ولی کوی په خلص ډول په… نور لوستل »

استشهادي

یتیم وروره د مکتب غوښتنه او تشویش دی په ځای ده البته کومه تبصره چی د ډاکټر صاحب احرار په اړه کړی د منلو نده او نه دا ښه کار ده او هیڅ داسی پیښه نده شوي ډاکتر صاحب امارت ته او امارت ډاکټر صاحب ته احترام لری هیله ده دغه راز لیکنی ونشی او باید لری یی کړی مننه

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx