افغانستان

د بهرنیو چارو وزارت ښايي سبا ته د نوماند وزیرانو یو ګونی تابعیت تایید کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي چې دوی تمه لري چې د بهرنیو چارو وزارت له لوري به د کابینې د دویم پړاو معرفي شویو وزیرانو یوګونی تابعیت رسماً تایید کړي.

د ولسي جرګې دویم مرستیال رسنیو ته ویلي چې دوی له دفاع وزارت پرته د شپاړلسو ور معرفي شویو نوماند وزیرانو د اسنادو او تابعیتونو اړوند څېړنې روانې کړې دي، چې تر دې دمه له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي.

محمد نذیر احمدزي وویل چې دوی تر اوسه پورې د شپږ نوماند وزیرانو اسناد څېړلي چې په خبره يې ښايي د لسو نورو هغو د اسنادو څېړنه هم د دې اوونۍ تر پایه بشپړه شي.

د دوی په خبره که د نوماند وزیرانو په اسنادو او تابعیت څېړلو کې له کومې ستونزې سره مخ نه شي نو د راتلونکې اوونۍ په لومړیو کې به د ولسي جرګې له لوري ورته د باور رایې ورکړل شي.

ګډ حکومت چې د تېر کال د تلې په اومه يې رسمي پیل شوی، تر اوسه پورې یوازې اته وزیران او یو رییس لري، چې پاتې ټول وزارتونه او نږدې ټول ولایتونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي، چې د ګډ حکومت په داخلي لړزاندۍ سربېره يې د ولس باور هم لا کمزوری کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x