افغانستان

طالبانو خوست کې د چاودنې اړوند، د ملي امنیت دعوه رد کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د ملي امنیت هغه دعوه چې د خوست مرګونې چاودنه يې د طالبانو عمل بللی و، کلکه رد کړې ده او ويلي يې دي چې دوی پکې هیڅ لاس نه لري.

د پېښې په مهال هم طالبانو په برید کې خپل لاس لرل رد کړل او ويې ويل چې دوی پکې هیڅ ډول ښکېلتیا نه لري.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د خوست د سرپرست والي پر ضد او په پلوۍ د لاریونونو په مهال مرګونې چاودنې نږدې شل تنه ووژل او ۳۷ نور ټپیان کړل، دغه چاودنه د سرپرست والي عبدالجبار نعیمي د کور له څنګ سره د هغه پر ضد را ټولو شویو لاریون کوونکو په منځ کې وشوه.

پرون – یکشنبه – په خوست کې د دې چاودنې په وير کې درې ورځینی ماتم اعلان شو او ورسره جوخت د ملي امنیت ریاست وویل چې د دې پېښې مسوولیت د دوی په خبره د «حقاني شبکې» په غاړه دی.

د ملي امنیت ریاست وايي چې دغه چاودنه نه؛ بلکې سرتېری برید و، چې په خبره يې بریدګر د پاکستان له ملتان ښار څخه د خوست متون ته رالېږل شوی و.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دوی د ملي امنیت دا ډول څرګندونې چې ګواکې دا برید د طالبانو له لوري شوی په «کلکه » ردوي.

طالبان دا ډول کړنې د دولت خپل کار بولي او وايي «دکابل ادارې غړي چې کله دکوم جنایت مرتکب شي، او یا ناکامه شي، دعامه ذهنیت د په بل خوا اړولو لپاره هڅه کوي خپل بار په بل چا واچوي.»

د خوست اوسېدونکي وايي چې دوی خپل دوښمن پېژني خو په خبره يې دښمن يې پرې «باداري» کوي، حاجي عبدالحمید چې په پېښه کې يې د کورنۍ دوه تنه ټپیان شوي وايي چې د دولت پر دې مسوولیت نه خلاصېږي، چې تر خپل وس پورته «هر ډول پېښه په طالبانو ور واچوي.»

د حاجي عبدالحمید په خبره دوی به د خپل هر قرباني پوښتنه د خوست له سیمه ییزې ادارې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ismail

KHABARA DADA CHE DE KHOST VALI — AV DE HAGE — CHPERYAL — FELAN CHERTA DI???

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x