تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې، د ګډ حکومت يو مشر، د رايې اچونې په مهال

تر ټاکنو یوکال وروسته!

نن ټکی اسیا – سرمقاله: پرون د حمل د میاشتې ۱۶ په هیواد کې د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کیدو لومړۍ کلیزه وه .

یو کال وړاندې چې په همدې ورځ ډیری افغانان ولسمشریزو ټول ټاکنو ته هوسیدل او په هغو کې د ګډون لپاره یې هر ډول ستونزې په منلې خو نن هماغه خلګ په ټاکنیزو کاندیدانو او دهغوي په کړنو نیوکې کوي او له ټاکنو وروسته منځته راغلی حکومت په تیرو پنځو لسیزو کې تر ټولو ناکام ، بي نظمه او له ګډوډیو ډک حکومت بولي.

د هیواد د چارو کارپوهان وايي چې د ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کیدو پوره یو کال او د حکومت له جوړیدو اووه میاشتې تیریږي خو لا هم نه د حکومت کابینه تکمیل شوې ، نه يي والیان ټاکل شوي او نه يي هم په بهرکې سفیران .

پرون د ولسي جرګې مشرښاغلي عبدالرؤف ابراهیمې دولسي جرګې په رسمي غونډه کې وویل کوم دولتي ارګانونه چې د سرپرستانو لخوا اداره کیږي هغوی مطلق چورتالان شروع کړی او هیڅ څوک یې هم ملت ته د حساب ورکولو مسؤلیت نه احساسوي .

کوم حکومت چې اوس د ملي یووالي په نوم د دوو چارواکو له لوري اداره کیږي هغه په ټاکنو کې د خلګو د رأیو پر اساس نه ، بلکې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د لزوم دید پر بنا ایجاد شوی دی ؛ ځکه په تیرو ۷ میاشتو کې نه د هیواد داخلي وضعیت کنټرول کړای شو او نه یې هم په افغانستان پوري تړلو خارجي قضایاوو په اړه یوه مشخصه تګلاره غوره کړای شوه .

هم بهرني او هم د هیواد د پیښو داخلي څارونکي په دې نظر دي چې که نورهم ګډ حکومت په همدغه وضعیت او تګلاره خپل کار ته دوام ورکوي ښايي افغانستان نور هم له امنیتي او اقتصادي بحران سره مخ کړي.

د ګډ حکومت مشر ښاغلی اشرف غني د حکومت جوړولو له لومړۍ ورځې په دې نه دې توانیدلی چې ولس ته ورکړي ژمنې پوره کړي ، نوموړي د تحلیف په مراسموکې په یوه نیمه میاشت کې د کابینې جوړ ولو ، د تحلیف په دوهمه ورځ یې د کابل بانک د دوسیې تصفیه کولو ، په ستره محکمه او نورو دولتي ادارو کې د اصلاحاتو راوستلو، اداري فساد ختمولو اویو زیات شمیر نورې ژمنې وکړي ، خو نن له هغې نیټې څخه ۷ میاشتې تیریږي چې ولسمشر دیوې هغې په پوره کولو هم نه دی توانیدلای .

یواځینۍ ژمنه چې د ګډحکومت مشر په خپل وخت ترسره کړې هغه له امریکایانو سره د امنیتي تړون لاسلیکول وه چې د تحلیف له مراسمو ۲۴ ګنټې وروسته يي سمدستي پوره کړه ، خو له بده مرغه چې هغه داسې ده چې پوره کول یې یواځې د امریکايي مصالحو په ګټه دي او دافغانانو لپاره له مزیدې تباهي او ویراني پرته بل هیڅ پیغام نه لري.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د