نظــر

دبهرنیوچارو وزارت په برلین کی له امریکایانوسره دملي ائتلاف دمشرانو لیدنه وغندله

afghannistan opposition(نن ټکی اسیا جنوري ۲۰۱۲/۱۳) دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت له لوري په جاره کړل شوی خبرپاڼه کی راغلی چی په برلین کی له امریکایانوسره دافغانستان دملی ائتلاف دمشرانو لیدنه دافغانستان له اساسي قانون څخه سرغړونه ده نوموړی دارنګه کړنی دافغانستان په کورنیو چارو کی دبهرنیانو لاسوهنه وبلله، دبهرنیو چارو وزارت خبرداري ورکړی دی چی راتلونکی کی باید دارنګه کړني دکوم لوری له خوا څخه تکرار نه شي.

دافغانستان ملي ائتلاف له لوري هڅی په کاراچول شوی دی چی ددغه هیواد اوسنی نظام په فدرالی نظام باندی تبدیل کړی، چی هیوادکی دځینو کړیو له لوري ددغه ګوند رواني کړنی له سخت مخالفت سره مخ شوی دي، دغو کړیو او کسانو ویره څرګنده کړی ده چی دارنګه کړني هیواد دپرمخ تیا او یوالي په لور نه بلکه دتجزیی اوټوټه کیدو په لوربیایی.

دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت ویلی دی هیواد یی دټولو هغو کړنو چی دهیواد دملی وحدت او اساسي قانون سره په ټکرکی واقع کیږی سخت مخالفت کوي اوددارنګه کړنو دمخنیوي لپاره به ټولی چاري په کارواچوي. له بله لوری بیا په افغانستان دملي ائتلاف دګوند ویاند فیض الله ذکی له طلوع ټلویزن سره دخبروپروخت وویل، په برلین کی دامریکا دریپپلیکن (جمهوري غوښتونکي) ګوند له قانون پوهانو سره دګوند دمشرانو لیدنه اوخبري دافغانستان له اساسي قانون سره په ټکر نه لویږی.

نوموړي زیاته کړه دافغانستان حکومت له تیرو لسوکلنو بهرنیو مرستو اوکمکونه سره سره اوس دچپه کیدو په حال کی دی، اداري فساد خپل عوج ته رسیدلی دي، هیواد کی اوس هم کوم برلاسي ځواک نه لیدل کیږي که نن بهرنی ځواکونه دغه هیواد څخه ووزي اوسنی اداره توان نه لري چی دیوي ورځي لپاره هم ددغه هیواد دوګړو امنیت وساتي، حکومت دفساد په وړاندی په مبارزه کی پاته راغلی دی نور دغه حکومت ددغه هیواد دوګړو مشکلات او ستونځي نه شي له منځه وړلی.

دیادولو ده چی په دي ورستیوکی دافغانستان دملي ائتلاف دګوند مشر احمد ضیا مسعود، دجنبش ملی ګوند مشر عبدالرشید دوستم، دحزب وحدت ګوند مشر محمد محقق، او دافغانستان دملي امینت پخواني رئیس امرالله صالح وبرلین ته تللی وو، هلته یی دامریکا هیواد دجمهوري غوښتونکی ګوند) له غړو سره کتلی وو،ګمان کیږی ددوه اړخیزه خبرو پروخت به دغو کسانو له امریکایانو څخه دفدرالی نظام درامنځ ته کولو لپاره مرسته غوښتی وي دافغانستان ملی ائتلاف او ورسره نور کسان کوم چی اوس کی برلین ته تلل وو هیواد کی دیوداسی نظام درمنځ ته کیدو هڅی کوي کوم چی له مرکزسره به دحکومت په چلو لو او اداره کولو کی لږواک ورسره وي.

دافغانستان دملی ائتلاف دګوند دمشر اوورسره نورو ملګرو پرسفر باندی ځیني سرچیني او کسان مختلفي تفصری کوي، څوک وایی کیدای شي دغه خلګ ددغه هیواد دتجزي اوویشلو خوبونه وینه اوددغه خوب دعملی کیدو لپاره یی په هیواد کی فدرالی نظام رامنځ ته کول یوه اسانه لاره بللی وي او له دغي لاری څخه خپلو شوموهدفونو ته درسیدلو کوښښ وکړي. نورشنونکي بیا وایی، داچي په قطرکی دطالبانو او امریکایانو ترمنځ خبري رواني دي، اوله دغو کسانو سره ویره ورسره ده چی کابل ته دطالبانو په راتګ سره به ددوی ګټي یوځل بیا له ګواښ سره مخ شي او دغه کسانو به هغه واک او رول له لاسه ورکړي کوم چی اوس یی دافغانستان په سیاست کی لوبوی یو واربیا کوم لوری ته پوري وهل شي. نوددي لپاره به دغه کسان برلین ته دامریکایانو له لوري غوښتل شوی وي ترڅو باور ورکړی چی کابل ته دطالبانو راتګ به ستاسو لپار کوم ګواښ نه رامنځ ته کوي.

تیره ورځ ددغه ګوند(ملی ائتلاف یوه غړي له لمرتلویزیون سره دخبرو پروخت وویل په قطر کی چی کومی خبری روانی دی دامریکایانو او افغانانو ترمنځ روانوی نوموړی زیاته کړه دسولی دغی پروسی ته دافغانی پروسی نوم ورکو کیږي دطالبانو،کرزی او امریکایانو ترمنځ دخبرو دپروسي نوم نه ده ورکو شوی، نو اړینه نه ده چی له طالبانو سره دخبرو لپاره دی یواځي دافغانستان حکومت په اعتماد کی واخیستل شي، بلکه دلته نوري ډیري ډلی اوګوندونه شته چی کیدای شی امریکایانو دی له وړاندی څخه لا له طالبانو سره دخبروپه ا ړه په اعتماد کی اخیستی وی اوخبري دي ورسره کړي وي.

بخت الرحمن (بخت)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x