ننګرهار پوهنتون: استادانو خپل اعتصاب په مشروط ډول پای ته ورساوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): تېره شنبه – وري ۱۵مه – ننګرهار پوهنتون کې استادانو د دوی په خبره د قانوني غوښتنو د نه منل کېدو په غبرګون کې کاري اعتصاب پیل کړ او ويې ویل تر څو چې د دوی غوښتنې نه وي منل شوې تدریس ته به نه ځي.

د ننګرهار پوهنتون استادانو، قومي مشرانو او د ولایتي شورا وکیلانو په همکاري د ننګرهار پوهنتون استادانو خپل اعتصاب نن – دوشنبه – پای ته ورساوه، خو ويې ویل چې د ثور تر لومړۍ ورځې پورې باید مسوولین د دوی غوښتنې ومني.

د اعتصاب د پیل په مهال د استادانو د اتحاديې مشر اجمل ساپي رسنیو ته وویل چې د استادانو د معاشونو د ورکېدو، امنیتي ستونزو، پوهنتون کې د اصلاحاتو او استادانو ته د کورونو د ورکولو په خاطر يې اعتصاب پیل کړی دی.

تر دې وړاندې هم د ننګرهار پوهنتون استادانو د هستوګنځیو له کموالي شکایت او اعتصاب کړی و، خو تر اوسه يې د خپلو غوښتنو د منلو کره ډاډ نه دی ترلاسه کړی.

استادانو نن د خپل تدریسي اعتصاب پای اعلان کړ، خو دا نه ده څرګنده چې که د ثور میاشتې تر لومړیو پورې د دوی غوښتنې ونه منل شي څه به وکړي.

د پوهنتنو محصلین وايي چې که د استادانو غوښتنې ونه منل شي، ښايي د جوزا په اتمه د دوی په ازموینو هم اغېز ولري، چې د تعلیمي کال پای به يې له ګډوډیو سره مخ وي.

ننګرهار پوهنتون چې د هېواد په سطحه دویمه درجه پوهنتون ګڼل کېږي، محصلین يې د اسلامي او ملي قضایاو اړوند حساس او په ټولنه کې ځانګړی مقام لري.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د