fbpx

د پولیو له ویروس سره د سرطان درملنه ممکنه ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وری ۱۷مه ۱۳۹۴ل): د پولیو ویروس د خپل زیانونو له امله ټوله نړۍ کې مشهوره ده او د انسانانو لپاره عذاب ګڼل کیږي خو اوس روغتیايي کارپوهانو له دې ویروس سره د دماغي رسولي (ګلایوبلاسټوما) د مهلکې ناروغۍ درملنه ممکنه کړه.

امریکايي رسنیو په وینا د دماغۍ رسولۍ په ناروغۍ اخته دوه کسانو درملنه د پولیو ویروس په مرسته وشوه چې له هغې وروسته ډاکټرانو دغه دوه ناروغان له سرطان څخه پاک اعلان کړل.

د روغتیايي کارپوهانو په وینا د پولیو ویروس په سرطاني حجراتو کې شته مالیکولونو سره یو ځای کیږي کوم کې چې ګلایوبلاسټوما هم شامل وي.

روغتیايي کارپوهانو له خاصې عمليي وروسته دغه ویروس بدن ته داخل کړ. دغه ویروس سرطاني رسولي ته تر رسیدو وروسته د بدن روغ حجراتو ته له زیان رسولو پرته د سرطاني حجراتو په له منځه وړلو پیل وکړ چې له دې سره د ناروغ د بدن دفاعي نظام په فعالیت پیل وکړ او سرطاني رسولي په له منځه وړلو باندې بوخت شو.

د ډیوک پوهنتون د مالیکول جنیټکس برخې پروفیسر او سرجن ډاکټر میتاس ګرویمر ۱۵ کاله وړاندې د پولیو ویروس سره د سرطاني رسولي له منځه وړلو نظریه وړاندې کړی و چې دغه نظریه د نورو روغتیايي کارپوهانو له مخالفت سره مخ شوی و.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
rehmat jan
میلمه
rehmat jan

مونز دیوداسی اسلامی نظام غوشتونکی یوسی په نوره نری کی یی مثال نه ترسترگوکیزی نودادسی نظام به له کومه کوو رازی سی لژسوچ باندی وکو تیره ورزمی په کلی کی له سری سره بحث وو د افغانستان داسلامی امارت په اره موخبره سره کول نوموری راته وویل کوم نظام سی طالبان غواری په جهان کی راته مثال وشیه ماورته ویل کوم نظام سی رسول الله صلی الله علیه وسلم غوشت دهغه مثال په جهان راته وشیه وای نسته نوماورته ویل سی مونزداسی یواسلامی نظام غواروسی په جهان کی مثال نه وی لکه داسلامی امارت په دوره کی سی وو دامنم… نور لوستل »

سعید
میلمه
سعید

زما په اند دا څیړنه بلکل سیي ده، ځکه دا څو کاله چې په سیمه او نړۍ کې د پولیو په خلاف څومره واکسینونه زیاتیږي هومره سرطان مرض هم زیاتیږي.