ورزش

د سنیل ناراین توپ اچوونې طریقه سمه وبلل شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وری ۱۷مه ۱۳۹۴ل): د ویسټ انډیز تکړه او پیاوړی توپ اچوونکی سنیل ناراین توپ اچوونې طریقه سمه بلل شوې او نوموړی له دې وروسته کولی شي نړیوالو لوبو کې ګډون وکړي.

سنیل ناراین تیره اونۍ د هندوستان په چنای ښار کې د کرکټ نړیوال ادارې په یوه مرکز کې خپل د توپ اچوونې طریقې ازموینه ورکړه.

د کرکټ نړیوالې ادارې کارکوونکو په وینا د سنیل ناراین د توپ اچوونې زاویه ۱۵ درجو ته ټیټه شوې او کولی شي نړیوالو لوبو کې ګډون وکړي.

د ازموینې نتیجه د هندوستان کرکټ بورډ لخوا ټاکل شوې د ناسم توپ اچوونې کمیټې ته وسپارل شو چې هغوي هم د دغه راپور منلی او نوموړي ته يي په انډین پریمیر لیګ کې د لوبې اجازه ورکړې.

د یادونې وړ دی چې تیر کال په انډین پریمیر لیګ کې د سنیل ناراین توپ اچوونې طریقه ناسمه وبلل شوه او له توپ اچوونې څخه منع شو چې له هغې وروسته نوموړی په نړیوال جام کې هم لوبه ونکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x