له سیاسی پرمختګونو سره به جنګ ته هم دوام ورکړو

(نن ټکی اسیا جنوری۲۰۱۲/۱۳) دطالبانو دغورځنګ دسیاسی چارو کمیسون په دی اخرو کی دسیاسي پرمختګونو په اړه له ځینو بهرنیانو سره مذاکرات پیل کړی دي، او دقطرپه هیواد کی طالبانو یوه سیاسي نمایندګی هم پرانستلي ده.

تیره ورځ دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره دخبروپروخت ویلی چی طالبان له دی سره چی سیاسي ډګرکی داخل شوی او پرځینو سیاسیي چارو یی خبري پیل کړی دی ،خپلي وسلوالي مبارزي ته به دوام ورکړي.

مجاهد زیاته کړه دافغانستان اسلامی امارت هیشه په هیواد کي دیوه سوچه اوناپیلي اسلامي اد ري درامنځته کیدلو هڅي کړی اودارنګه هڅه به وړاندي هم دوام ومومي، نوموړی زیاته کړه ددي لپاره چی د افغانستان روان بحران ته دپای ټکی کیښودل شي سیمه کی یوسوچه اوخپلواک حکومت رامنځ ته شي، دافغانستان داسلامي امارت سیاسي کمیسون له نړیوالو سره ځینو ټکو باندی دافهام اوتفهیم لپاره خبروته غاړه ایښي ده.

نوموړي زیاته کړه زمونږ له خبرو څخه مطلب دانه دی چی ګواکی طالبان له وسلوالی مبارزي څخه لاس په سرکیږی اویا دافغانستان لاسپوڅی حکومت په رسمیت وپژني بلکه زمونږ خبري که له هرلوري سره وی هغه ځانته خپل شرطونه اوطرفونه لري ترڅو چی دغو لورو زمونږ شرطونه منلی نه وي دسولی پروسه به هیڅ کله په ښه توګه مخ په وړاندی ولاړه نه شی، او نه به کومه ښه پایله ولري.

په دی ورستیو کی طالبانو اوامریکایانو دقطرپه هیواد کي پرځینو اموروباندي خبري پیل کړی او نړیوال په دی باندي قانع شول چی دطالبانو لپاره دغه هیواد کی له بهرني نړی سره دافهام اوتفهیم لپاره سیاسی نمایندګی خلاصه کړي.

څرنګه چی دغه نمایندګي له دی څخه بغیر چی دافغانستان حکومت دي به اعتماد کی واخیستل شی دطالبانو له لوري پرانیستل شوه، نوځکه افغانستان حکومت اندیښنه وښوده چی کیداي شی رواني خبری په داسي صورت کی دطالبانو او امریکایانو ترمنځ سره تبادله کیږي چی دافغانستان حکومت یی له پروسی څخه لري ساتلی دی، اوپه خبرو کی یی دکوم جانب یا لوري په توګه برخه نه ده ورکړه، نوځکه ځینی شنونکي وایی چی په قطرکی روانی خبري یوه افغاني نه بلکه بهرني پروسه ده اوښه پایلی به ورنکړي، خو ځیني نورسیاسي شنونکي بیا وایی چی افغانستان کی نوري داسی ډیری ډلي او اولسي نمایندګی شته کیدای شي دغه خلګو سره په دی پروسه تفاهم شوی وي، یواځي دغه څوکسان چی کابل کی دارګ له ماڼی څخه راچارپیره دي، نشي کولای چی ددغه هیواد دټولو وګرو نمایندګی دی وکړی او په تیرو لسو کلنو کی په څو ځله داروښانه شوی هم ده چي اوسني اداره اوکارکونکی یی دافغانستان اولس په نمایندګی کولو کی پاتي راغلي دي.

اوبل وسلوال طالبان چی فعلا په افغانستان له بهرنیانو سره په جنګ اخته دي دهغو عمده او اساسي مشکل او جګړه خو له بهرنیانو سره ده او اوسنی کومه اداره چی افغانستان کی منځ ته راغلي ده دا هم ددغو بهرنیانو په مرسته اوکمک باندی منځ ته راغلي ده که دبهرنیانومرسته او کمک نه وي، بیا خو دغه اداره دطالبانو په مقابل کی دجنګ اومقاومت توان نه لري.

نو دغه لاملونه دی چی طالبان په لومړیو کی باید له بهرنیانو سره خبري وکړي اوبل ډیرمهم ټکی په ګوانتانامو کی دطالبانو ځینی لوړپوړي زندانیان دی او دطالبانو دځینو چارواکو نومونه له تورو لستونوڅخه وتل دی چی داټول هغه ټکی دی چی دافغانستان حکومت له توانه وتلی خبره دی اویواځي بهرنیان دی چی پردغو ټکو باندی له طالبانو سره خبري کولی شي، اوپه هغه صورت کی چی دغه دواړي غاړي کوم افهام اوتفهیم ته سره ورسیږي بیاهم دغه بهرنیان دی چی دطالبانو ددغوشرطونو دپوره کولو توان او طاقت لری، دکرزی اوسني اداره خو دومره ناتوانه اوبی وسه ده چی کرزی دخپلی کورني کوم غړي چی دامریکایانو له لوری نیول شوی وی نه شی خوشي کولی، نوڅوک چي دخپلی کورنی غړي اویادخپل ټیم او اداري کوم کس دخپلو ملګرو له منګولو څخه نه شی خوشی کولای نو هغه به بیا ددغه ملګري اساسي اوبنیادی دښمن څرنګه خوشی کړي.

بخت الرحمن (نن ټکی اسیا)

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د