اربکیان پخپله پوسته کې

پکتیا: چاودنې اربکی قومندان له دریو ملګرو سره وواژه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د پکتیا په احمد خېلو کې مشهور اربکی قومندان یارخان او د هغه درې ملګري په سړک کې پر خښ شوي ماین وربرابر او ځای پر ځای ووژل شول.

په پکتیا کې د احمد خېلو ولسوالي ولسوال وايي چې قومندان یارخان له خپلو پنځو ساتونکو سره پر دې بم ور برابر شوی دی.

د ولسوال عید محمد احمدزي په وینا په دې چاودنه کې قومندان یارخان او د هغه درې ساتونکي وژل شوي او دوه ساتونکي يې مرګوني ټپيان دي.

د دوی په خبره قومندان یارخان د دې ولسوالي په حسن خېلو کلي کې پخپل موټر کې پر ماین ور برابر شو.

طالبانو د دې بريد اړوند څه نه دي ويلي، خو ويلي يې دي چې د دې ولایت په زرمت ولسوالي کې يې د اردو د عسکرو په کتار برید کړی دی.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې دوی پرون په زرمت ولسوالي کې د ګردیز – غزني په سړک د اردو کتار تر برید لاندې راووست، چې په خبره يې څلور رینجر موټر يې بشپړ تخریب کړي او درې عسکر يې وژلي دي.

دولتي سرچینو د زرمت د برید اړوند څه نه دي ويلي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د