د قاهرې بېمارستان (روغتون) د ممالیکو د پیر ښایسته یادګار

حامد افغان

«زه د سیف الدین زوی “منصور قلاوون” د ټول ولس په وړاندې اعلان کوم، او ای قاضیانو تاسو زما د دې خبري شاهدان اوسئ چې دا دا روغتون د ټولو مسلمانانو د درملني او علاج له پاره جوړ کړی دی، که د هري طبقې خلک وي، که واکمن وي او که مریونه، که عسکر وي او پوځي مشران، دا روغتون د شتمنو، غریبو، وړو، غټو، نرو او ښځو ټولو په خدمت کې دی، د دې له پاره مې په مصر او شام کې دږ الله د رضا او ثواب په نبت نامعلوم اوقاف ځانګړي کړي دي.»

دا اعلان منصور قلاوون په ربیع الاخر کال: 683هـ کې کړی دی. ده د طب په برخه کې په زړه پوري څیړني او نوې تجربې کړې دي، د ابن سینا مشهور کتاب ( القانون) یې تشریح کړی دی او پخپله یې د (الشامل في صناعة الطب) په نوم خورا لوی کتاب لیکلی دی چې څه د پاسه دری سوه ټوکه دی.

د مصر په القاهره کې په ټولیزه توګه دا منصوري روغتون د ممالیکو د دولت د تمدن ستره نښه ده، او په ځانکړې توګه له عام ولس سره د منصور سیف الدین قلاوون د میني او د هغوی د خدمت په زړه پوري بیلګه ده. او د دې روغتون مشر هم د نړۍ نابغه ډاکټر و، هغه چې د نن پرمخ تللی غربي طبابت هم ځان د هغه د هڅو او موندنو پوروړی بولي، او دی هغه لومړی طبیب دی چې د ویني د کوچني دورې کشف یې کړی دی، او دا طبیب علاء الدین ابن النفیس (پيدا: 1213م/مړ: 17 ديسمبر 1288م ) دی، ده په علم الطب کې خورا زیات کارونه کړي دي لکه د ابن سینا مشهور کتاب (القانون) یې تشریح کړی دی، داراز پخپله یې په طب کې یو ستر کتاب لیکلی دی چې (الشامل في صناعؤ الطب) نومیږي او ویل کیږي په د پاسه 300ټوکه ده.

هغه مهال په دې روغتون کې د نړۍ په سطحه د لوړي کچي علاج کیده، د هغه روغتون په اړه تاریخ موږ ته ډېر په زړه پوري معلومات او د علاج طریقې رارسولي دي، ویل کیږي دې روغتون کې د ښځو برخي ځان ته وې او د نارینه و بیلي، د ناروغانو له پاره فوق العاده بسترونه، خدمت ګاران او خواړه، په دې روغتون کې لکه د نن وخت په څیر د مختلفو ناروغیو ځانګړې برخي وې، آن د بیړنیو پېښو له پاره یې هم ځانګړې برخه وه، د نفسي او روحي ناروغانو د څانګي په اړه ویل کیږي چې هغوی ته به په مختلفو وختونو کې نرمه موسیقي غږول کیده څو د هغوی روح او اعصاب ارام پیداکړي، دا راز هغوی ته به په خاصو وختونو کې تجربه کار کیسه ویونکي ورتلل او هغوی ته به یې ګټوري او د هغوی له حالت سره مناسب کیسې بیانولې. دا راز په دې روغتون کې به د سهار اذان دوه ساعته له وخته مخکي کیده څو په دې توګه په ناروغانو د شپې اوږدوالی لیږ سپک شي.

دا راز په دې روغتون کې د نن وخت په اصطلاح د طب پوهنځی هم و او شاګردانو ته به طب تدریس کیده، او له دې سره د دوايي د صنعت له پاره یې ځانګړې برخه لرله، چې مختلفي دواوي به په کې حوړېدلې، لنډه دا چې دې روغتون د ناروغانو له پاره له درملني سره د ژوند نور ټول سهولتونه او اسانتیاوي هم برابري کړې وي او د روغتون له خوا هر چا ته بلا استثنا ښه او مناسب خواړه ورکیدل آن تر دې پوري چې د مړیو د کفن او دفن لګښت هم د روغتون په غاړه و.

ــــــــــــــــــــــــ

الفضل المأثور من سیرة الملک المنصور لـ شافع بن علي المصري، مخ: 168
وصف مدینة القاهرة و قلعتها، لـ اډم فرانسوا ګومار مخ: 201.
تاریخ البیمارستانات في الاسلام، لـ احمد عیسی بک.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د