افغانستان

زابليان: امنیتي ځواکونه د طالبانو پر ځای، زموږ کورونه په نښه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د زابل د نوبهار ولسوالي اوسېدونکي وايي چې دولتي امنیتي ځواکونه د دوی په سیمه کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو پر نامه د دوی کورونه په نښه کوي.

په زابل کې خپلواک خبریال احمد ولي سرحدي وايي چې له نوبهار ولسوالي څخه مرکز ته درې ټپي ماشومان راوړل شوي دي چې کورنۍ يې وايي په کور يې د عسکرو هوان ولګید او ماشومان يې ټپیان شول.

د زابل د ولایتي شورا رییس عطاجان حق بیان هم مني چې په نو بهار کې امنيتي ځواکونه ولسي وګړي او د هغوی کورونه په نښه کوي او پخپله يې له سیمه ییز ادارې نه د جدي اقدام غوښتنه وکړه.

تر دې وړاندې هم په هلمند کې د ذوالفقار په نامه دولتي عسکرو عملیات پیل کړي و، چې پکې يې ۱۵۰۰ کورونه او باغونه نړولي و.

همدارنګه څه موده وړاندې د غزني په شلګر او ده یک کې هم ولسي وګړو د دولت له لوري پیل شوي عملیات د خلکو د ځپلو عملیات بلل او د ولایت مقام مخې ته يې د ولسي وګړو د وژنې په خاطر د دولت ضد لاریون وکړ.

د زابل نوبهار ولسوالي چې مرکز يې د طالبانو په لاس کې ده او د ولسوالي تعمیر يې دم ګړۍ شملزۍ ته څېرمه جوړ شوی، ولسي وګړو يې تر دې وړاندې هم له دولتي عسکرو شکایتونه کړي و، خو د احمد ولي سرحدي په وینا امنیتي ځواکونو ورته ويلي، چې «په جګړه کې حلوا نه وېشل کېږي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Mohammad hasham

داچی دهیواد اکثره پوسټونه دافضل لودین ته ورته کسانو نیولی دی جی نه عقدوی خلک دی او نه دین ته وفاداردی اوس یی دهیوا۶۰٪ چوکی نیولی دی داداسلام پلوه ځوانانو لپاره لوی خنډدی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x