افغانستان

د ملي امنیت په یونیفورم کې وسلوال غله نیول شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۷مه، ۱۳۹۴ل):د کورنیو چارو وزارت وايي چې درې تنه وسلوال چې د ملي امنیت نظامي یونیفورم یې په تن کړی وه، په کابل کې نیولي دي.

په دې وزارت کې له درنو جرمونو سره د مبارزې ریاست وايي چې نیول شوو کسانو له نظامي یونیفورم څخه ناوړه استفاده کوله او په داسې حال کې چې وسلې يې هم درلودلې د تورو هیندارو قیمتي موټر کې ګرځیدل. دغه ریاست زیاتوي چې له نیول شوو کسانو څخه تحقیقات روان دي.

د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې په نظامي یونیفورم کې د وسلوالو د نیول کیدو خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې له غلو او لارو شکوونکو سره د امنیتي ځواکونو د همکارۍ شکایتونه زیات شوي دي.

د تېر کال په نومبر کې د بغلان ولایت امنیه قومندانۍ په دې ولایت کې د ۳ پولیسو په شمول د ۶ غلو د نیولو خبر ورکړی وه. د بغلان د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسؤول «جاوید بشارت» رسنیو ته ویلي وه چې د غلو دا ډله یې د پلخمري ـ کندوز په لویه نیولې، چې په نیول شوو کسانو کې درې تنه پولیس دي او د نیولو پر مهال یو تن پولیس په نښته کې وژل شوی.

د همدې میاشت په ۲۰ تاریخ د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر له خبریالانو سره په خبرو کې منلې وه چې یوه اووه کسیزه وسلواله ډله چې د پولیسو یو افسر یې مشري کوله او د تالاشۍ په نوم یې د خلکو کورونه لوټل، نیولې ده.

نږدې یوه میاشت وړاندې د کندهار اوسیدونکو پژواک خبري اژانس ته شکایت کړی وه چې د دې ښار پولیس له غلو سره نېغ لاس لري او ډیرې غلاوې د پولیسو په همکارۍ کیږي. خلکو ویلي وه چې پولیسو ځکه له غلو سره لار یوه کړې، چې خپل معاشونه پر وخت نه ورکول کیږي.

د ملي پولیسو په اړه ویل کیږي چې له نظامي یونیفورم څخه په ناوړه استفادې خلک ګواښي، بدمعاشي کوي، لارې شکوي، غلاوې کوي، له خلکو څخه په زور پیسې اخلي او ان ولسي وګړي له موټرو راکوزوي او پر هغوی مخامخ ډزې کوي.

څو اونۍ وړاندې د کابل شاه دوشمشیره مسجد مخې ته د فرخندې په نامه یوه میرمن د قرآن سوځونې په تور د خلکو لخوا ووژل شوه، خو وروسته جوته شوه چې په پیښه کې پولیسو لاس درلود او د هغوی په مستقیمه همکارۍ وژل شوې.

د ګډ حکومت دواړو مشرانو د ټاکنیزو کمپاینو پر مهال د ملي پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو او فساد د مخنیوي کلکې ژمنې کولې، خو تر شپږو میاشتو تېریدو وروسته لا هم په دې برخه کې پاموړ پرمختګ نه ترسترګو کیږي.

یاده دې وي د پولیسو لخوا د ملکي وګړو د ځورونو، شکولو، لوټلو او بدمعاشیو پر وړاندې ولسي خلکو وخت ناوخت لاریونونه او مظاهرې کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x