
کابل: چاودنې ۷ عسکر ووژل
نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د کابل په قره باغ ولسوالي کې د پولیسو په رینجر موټر د سړک د غاړې ماین چاودلی، چې پکې ۷ تنه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د کابل د قره باغ ولسوالي ولسوال وايي چې د پولیسو رینجر موټر پر خښ کړل شوي ماین ور برابر شو، چې په پایله کې يې ۷ تنه پولیس ووژل شول او دوه نور ټپیان دي، چې دمګړۍ تر درملنې لاندې دي.
عبدالواسع شریفي وايي چې دغه چاودنه د پولیسو پر موټر د سبزسنګ په سیمه کې شوې ده او په خبره يې د ټپي پولیسو له روغتيايي حالته معلومات نه لري.
قره باغ د کابل په شمال کې پرته ولسوالي ده چې وخت ناوخت ترې د امنیتي پېښو خبرونه ورکول کېږي.
د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی، خو په یاده ولسوالي کې په روان لمریز کال کې د خپل ډول لومړۍ پېښه ده.