دسترليکوال قدرت الله حداد دمړيني په هکله تعزيتي بيان

درسنيو له لاري مو خبر ترلاسه کړ چي د هيواد سترليکوال او تاريخپوه ښاغلۍ قدرت الله حداد د زړه د سکتي له وجي ددي فاني دنيا نه سترګي پټي  کړي

انالله وانااليه راجعون

وايي چي (ميړونه مري خونومونه يي پاتي کيږي) مرحوم حداد صيب هم د هيواد له هاغو څيرو څخه وه چي د افغانستان د لرغوني تاريخ د ژوندي ساتلو او د خارجي شومو توطيو د روښانه کولو په لار کښي يي ډيره خواري کړي او ان د ژوند تر اخري لحظي يي خپل دغه رسالت په ښه توګه سرته ورساوه او کومي ليکني چي مرحوم کولي معلوميده چي مرحوم د خارجي اډو او پردي کلتور نه ډير خوابدۍ ده او د افغانستان تجزييي هم زوراوه.

پايد وويل شي چي د ښاغلي مړينه به يوه داسي  تشه وي چي ترډيره به ډکه نشي

الله دي پري ورحميږي او الله تعالي دي مغفرت ورته وکړي

والسلام

انجنير عبدالکبير (طلايي)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د