افغانستان

ډګر جنرال محمد افضل لودين دفاع وزارت لپاره ونومول شو

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، وري ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): ډګر جنرال محمد افضل لودين د دفاع وزير په توګه نومول شوی دی.

د ولسمشر اشرف غني وياند اجمل عابدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د ګډ حکومت دواړو مشرانو په ګډه محمد افضل لودين دفاع وزارت لپاره نومولی دی.

عابدي زياته کړه، چې ښاغلی لودين به له نورو شپاړسو وزيرانو سره يو ځای ډېر ژر له ولسي جرګې د باور رايه تر لاسه کړي.

له تېرو شپږو مياشتو راهيسې د ګډ حکومت د دواړو مشرانو تر منځ پر دفاع وزارت لانجې او ناندرۍ راونې وې او نن پر دې بريالي شول، چې محمد افضل لودين د د فاع وزير په توګه ونوموي.

ويل کيږي، چې ډګر جنرال محمد افضل لودين د شوروي يرغل پر مهال د کمونيست ولسمشر ببرک کارمل باجه او دفاع وزارت مرستيال و.

د لودین په اړه لیکوال او شناند، نظرمحمد مطمئن لیکي چې د پخواني کمونیست ولسمشر، ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال د ختیځ زون تنظیمه رييس و. دی زیاتوي چې افضل لودین د کمونیستي نظام پر مهال د مجاهدینو او کمونیستانو ترمنځ د جلال اباد په مشهوره جګړه کې د نظام قومندان و.
د افضل لودین په راتګ سره به له حکومته د څنډې ته کړای شویو پخوانیو جنګسالارانو او ګډ حکومت ترمنځ اختلافات لا زیات شي. له افضل لودین پخوا، د کورنیو چارو وزارت هم جنرال نورالحق علومي ته سپارل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x