
کابل: سلګونو ښاریانو، خپل دوکانونه وتړل او لاریون يې پیل کړ
نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د هېواد په پلازمېنه کابل کې سلګونو دوکاندارانو په اعتراضي ډول خپل دوکانونه تړلي او لاریون يې پیل کړ.
د دوی په خبره د دولت له لوري د ماليې زیاتوالي دوی مجبور کړل، چې په اعتراضي ډول خپل دوکانونه وتړي او د خپل حق د پایمالېدو د مخنیوي لپاره لاریون وکړي.
د کسبګرو د ملي ټولنې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ويل شوي چې د کابل ښار دوکانونه د دولت له لوري د ماليې د بې ساري پورته کېدو په غبرګون کې تړل شوي دي او دوی به د دوکاندارانو د حق د پایمال مخه نیسي.
لاریون کوونکي وايي چې د اقتصادي وضعیت له خرابي او د کارونو له نیستي سره سره دولت ته لوړه مالیه ورکول د دوی له وسه نه کېږي.
د دوی په خبره که يې غږ وانه ورېدل شي، دوی به خپلو لاریونو او اعتصاب ته دوام ورکړي.
د کابل ښاریان وايي چې دې یو ورځني اعتصاب دوی له ستونزو سره مخ کړي او ان د لومړیو خوراکي توکو دوکانونه، هوټلې او نانوايي ګانې هم بندې دي.
د ماليې وزارت مسوولینو د دوکاندارانو د لاریون او اعتصاب په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
د ګډ حکومت له پیل سره د هېواد اقتصادي وضعیت مخ په خرابېدو دی، چې تېره ورځ د ولایتي شوراګانو ځينو وکیلانو هم ګډحکومت پر دې ملامت کړ، چې په نږدې اوو میاشتو کې کومه اقتصادي پروژه نه ده پلي شوې.