دپښتو ژبې تکړه لیکوال او تاریخ پوهه قدرت الله حداد دمړینې په اړه دمیدان وردګو والي محمد حلیم فدايي

په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړو چې دپښتو ژبې تکړه لیکوال، مفکر،فلسفه لیکونکی او تکړه تاریخ پوه قدرت الله حداد دورپیښې ناروغۍ له امله د۸۰ کلو په عمر له هېواد  بهر دامریکا دویرجینا په ایالت کې بیګاه ناوخت ومړ.

انالله ونا الیه راجعون

ارواښاد قدرت الله حداد دزياتې مودې راپديخواناروغه و اوسره له ناروغۍ يې هره ورځ دافغانستان په ملي تاريخ اوملي فلسفې په اړه  ليکنې کولې چې ددي فاني دنيانه دتل لپاره ولاړ.

دمیدان وردګو والي دارواښاد مړینه د افغانستان ټولو ولسونو، او په ځانګړې ډول دمیدان وردګو ولایت ولسونو او فرهنګپالو مفکرینو لپاره یوه ستره ضایع بولې، ارواښآد ته  دخداي (ج) له دربار څخه دفروس جنت او دافغان ملت ګوند او دارښاد کورنۍ  ته یي دجمیل صبر غوښتنه کوي.

قدرت الله حداد د افغان ملت ګوند د موسس غلام محمد فرهاد ورور و ، چې له اره  د میدان وردګو ولایت  اوسېدونکی و، د ۱۹۳۰ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه په کابل کې زېږېدلی،قدرت الله حداد په ١٣٣٠ ل هـ کال د انيس په جريدې کې کار کړى، بيا د ښاروالۍ په رياست کې د پامير جريدې خپرول ورته  وسپارل شول، وروسته د اقتصاد د جريدې مرستيال شو.

ښاغلى حداد ((فرهاد)) څلور کاله د ژورناليزم کورس ولوست، رسمي سند يې ترلاسه کړ او د رحمان بابا لومړنۍ جايزه ور په برخه شوه، بيا د سرې مياشتې د تبليغاتو مدير شو، لس کاله يې ماموريت کړى او د پښتو ملي ژبې ښوونيز کورسونه يې هم چلولي دي .

ښاغلي حداد دوه يمه درجه مطبوعاتي جايزه هم اخيستې او د ټولنيزو، کلتوري او تاريخي څېړنو تل ته ورکوز شوى دى. .

په ١٣٥٧ ل هـ کال کې د ثور د خونړۍ کودتا پر مهال اتلس مياشتې بندي شو؛ خو په تقدیر کې یې هلته مرګ نه و لیکل شوي، ژوندى ترې راووت. په ١٣٦٠ ل هـ کال کې پېښور ته مهاجر شو، په کلېفورنیا کې دمهاجرت په وخت کې د(افغان ملي تاریخ ) په دوه ټوکو کې  دپښتنو او د پښتنو خواخوږو لپاره  ولیکل.

روح یې ښاد او یاد یې تل

شاهد الله شاهد ، دو لایت ویاند

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د