ورزش

۱۰۰ کلنې جاپانۍ میرمنې په ۱۵۰۰ متره لامبو وهلو مسابقې کې ګډون وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وری ۱۷مه ۱۳۹۴ل): جاپان کې د لامبو وهلو یوه ستره مسابقه په لار اچول شوې وه چې دې مسابقې کې یوې ۱۰۰ کلنې میرمنې ګډون کولو سره ټول خلک حیران کړل.

دغه میرمن چې میاکو نومیږي ټاکل شوې ۱۵۰۰ متره فاصله په یو ساعت ۱۵ دقیقې او ۵۴.۳۹ ثانیو کې ووهله او لوبه يي پای ته ورسوله.

دغه میرمن په ۱۹۱۴ز کال کې زیږیدلې او په ۸۲ کلنۍ کې يي د زنګون درد له منځه وړلو لپاره لامبو وهل پیل کړه. په پیل کې نوموړي خپل د زنګون لپاره حوض ته تله خو له هغې وروسته يي په سمه توګه لامبو وهل پیل کړه.

نوموړي د لومړۍ ځل لپاره په ۸۸ کلنۍ کې د لامبو وهلو په یوې نړیوالې مسابقې کې ګډون وکړ کوم چې د نیوزیلینډ په کریسټ چرچ ښار کې ترسره شوې وه چې دغه مسابقې کې يي د برونز مډال هم ګټلې وه.

بیا دغې میرمنې په ۲۰۰۴ز کال کې د انګلستان په ریسوني ښار کې ترسره کیدونکي مسابقې کې ګډون وکړه او د دې مسابقې په درې مختلفو برخو کې يي د نقرې مډال په ګټلو بریالۍ شوه.

په ۹۰ کلنۍ کې فري اسټایل مسابقې کې ګډون کولو سره نړیوال ریکاډ جوړ کړ او ټوله نړۍ کې وپیژندل شوه. میاکو غواړي له دې وروسته هم نړیوالو مسابقو کې ګډون وکړي او نړیوال ریکاډونه پخپل نوم کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x