افغانستان

زابل: د ۳۱ تښتول شوو مسافرو له منځه د دوو مړي موندل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د زابل سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د ۳۱ تښتول شوو شوو مسافرو له منځه د دوو مړه جسدونه موندل شوي دي.

د زابل ولایتي شورا رییس عطا محمد حق بیان ویلي چې د دوو کسانو مړي ددغه ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې موندل شوي دي.

هغه زیاته کړې چې یو برمته شوی مسافر وژل شوی او بل چې له عمره زیات و، د کمزورۍ له کبله مړ شویدی.

د تېر کال د کب پر ۵مه ناڅرګندو وسله‌والو د کابل – کندهار پر لویه لاره د زابل ولایت په مربوطاتو کې له دوو موټرو ۳۱ مسافر کوز کړل.

ویل کیږي چې دغه مسافر هزاره توکم دي او نېږدې وخت کې له ایرانه راغلي وو.

طالبانو ددغه برمته شوو کسانو په اړه د کب په ۱۵مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي وو چې دوی د پېښې د څېړنې لپاره هیئت ټاکلی و، خو د ډيرو څېړنو سربېره ورته هېڅ معلومات په لاس ورنغلل.

هغوی زیاته کړې وه چې په دغه تښتونه کې هېڅ لاس نه لري.

په عین کې کې د ګډحکومت اجراییه رییس نن وزیرانو په شورا کې ویلي چې حکومت د ۳۱ تښتول شوو کسانو د خلاصون په اړه جدي اقدامات کړي دي. نوموړي په دې اړه جزییات له دې کبله ورنه کړل چې تښتول شوو کسانو ته امنیتي خطر جوړیږي.

دا په داسې حال کې چې یو شمېر بنسټونو په کابل ښار کې د اعتراضونو په موخه خیمې وهلي او له ګډحکومته د ۳۱ مسافرو د ازادولو غوښتنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x