
کابل او بغلان کې غبرګو چاودنو درې قومندانان وژلي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د کابل په قره باغ ولسوالي کې د پولیسو په رینجر موټر د سړک د غاړې ماین چاودلی، چې پکې ۷ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې چاودنه دوی کړې او په خبره يې په چاودنه کې امنیه قومندان او د استخباراتو مدیر له پنځو پولیسو سره وژل شوي دي.
ذبیح الله مجاهد د دې چاودنې تاييد او د امنیه قومندان او استخباراتو د مدير د وژلو خبره پخپله ټویټر پاڼه کړې او نور جزييات يې نه دي ورکړي.
د کابل د قره باغ ولسوالي ولسوال عبدالواسع شریفي هم مني، چې د نظامي کسانو رینجر موټر پر خښ کړل شوي ماین ور برابر شوی او په پایله کې يې ۷ تنه ووژل شول او دوه نور ټپیان دي، چې دمګړۍ تر درملنې لاندې دي.
بل اړخ ته نن تر غرمې وړاندې شاوخوا لس نیمې بجې په مرکزي بغلان ولسوالي کې د سړک د غاړې چاودنې دوه قومندانان او یو د تروریزم مرستیال ووژل.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه ليکلي چې چاودنه دوی کړې او پکې يې د پولیسو د ټولۍ قومندان، د پولیسو قومندان او د تروریز مرستیال وژلي دي.
مجاهد وايي چې دوی په دې چاودنه کې د پولیسو د ټولۍ قومندان ظریف، د پولیسو قومندان لمر او د دې ولایت د تروریزم مرستیال ناصر وژل شوي دي.
د بغلان سیمه ییز چارواکي هم چاودنه مني او هم يې د دریو دولتي مامورینو د وژلو خبر تایید کړی دی، خو نه يې دي ویلي چې وژل شوي څوک او کومې دندې يې درلودې.
د دوی په خبره طالبانو په مرکزي بغلان سیمه کې په یوه پوسته برید وکړ، چې د مرستې لپاره يې نورځواکونه په لاره کې د ماین ښکار شول.
همدارنګه دولتي سرچینې وايي چې په بغلان کې يې د طالبانو د وسلو زېرمتون کشف کړی دی، خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې دوی په بغلان کې د وسلو کوم زېرمتون نه لري او په خبره يې دا «پروپاګند» حقیقت نه لري.
زه داسی فکرنسم کولای پلاردی غل یی موردی غله یی وروردی غل یی خاندان دی غل یی په کلی کی دغلودی اوسی ناسته پاسته دی له غلوسره یی دغلومرسته دی کوی غله دی ساتی اوخپله دی غل نه یی تاسی وگوری دپلارمثال ریس جمهورده هغه موددین ایمان ناموس اوخاوری غل ده مور ریاست اجرائیه ده اجرائیه ریس قاتل خوخوارظالم ده نورنوپسی رازه داسی تول ددی حکومت کارکونکی غله زانیان لوطیان شرابیان قاتلین سره راتول سوی دی اودمملکت دقدرت واگی په لاس ورغلی دی زه فکرنکوم سی لدی خلکودی گیله کول معنی ولری