
بنګله دیش به د پاکستان کرکټ بورډ ته ۳۲۵۰۰۰ ډالر جرمانه ورکوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، وری ۱۷مه ۱۳۹۴ل): د بنګله دیش کرکټ بورډ (بي سي بي) پریکړه کړې چې د پاکستان کرکټ بورډ ته درې لکه او پنځه ویشت زره امریکايي ډالر د جرمانې په ډول ورکړې چې د پاکستان کرکټ بورډ هم دغه جرمانه منلې.
په ۲۰۱۲ز کال کې د بنګله دیش کرکټ بورډ پاکستان ته د خپلې لوبډلې دوه رسمي سفرونه لغوه کړي وو چې له همدې امله د پاکستان کرکټ بورډ زیانمن شوی و.
تیره ورځ د بنګله دیش کرکټ بورډ مشر ناظم الحسن وویل چې د پاکستان کرکټ بورډ له دوي څخه ۹۰۰۰۰۰ امریکايي ډالر غوښتي خو مونږ حاضر نه و چې له ۳۰۰۰۰۰ څخه زیات ورکړو خو اوس مو موافقه کړې چې د پاکستان کرکټ بورډ ته ۳۲۵۰۰۰ امریکايي ډالر ورکړو.
هیره دې نه وي چې د پاکستان کرکټ بورډ د جنوري په میاشت کې بنګله دیش ته د پاکستاني لوبډلې سفر په بدل کې غوښتي و چې بنګله دیش به د لوبو ۵۰ سلنه ګټه پاکستان ته ورکوي او وعده به کوي چې د بنګله دیش ۱۹ کلنو او ملي لوبډلې به پاکستان ته سفر کوي چې بنګله دیش ته دغه شرایط د منلو نه وو.