افغانستان

«پنځلسو ورځو کې نوي والیان معرفي کیږي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې مرستیال وايي چې د ګډحکومت ولسمشر ډاکتر اشرف غني ورسره ژمنه کړې چې په اینده پنځو ورځو کې به نوي والیان معرفي کړي.

ګډ حکومت د تلې د میاشتې په لومړیو ورځو کې ټول والیان او وزیران د نوي وزیرانو او والیانو تر ټاکنې پورې د سرپرستانو په توګه اعلان کړل.

د اشرف غني او عبدالله عبدالله په مشرۍ ګډحکومت د تېر کال ستمبر په ۲۹مه  پیل وکړ خو د شپږو میاشتو په تېریدو ایله درې ولایتونو ته نوي والیان وټاکل شول او اته نوي وزیرانو د باور رایه واخېستله.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی او د ولسي جرګې مرستیال ظاهر قدیر چې د جرګې د نننۍ ناستې ریاست یې پر غاړه و وویل چې ولسمشر ورسره ژمنه کړې چې په اینده ۱۵ ورځو کې به ټولو هغه ولایتونو ته چې د سرپرستانو لخوا اداره کیږي نوي والیان معرفي کړي.

هغه زیاته کړې چې د سرپرستانو لخوا د ولایتونو اداره کېدل امنیت ګډوډ کړی دی.

«ننګرهار د امن کور و خو اوس که قومندان یا ولسوال وغواړي چې د ننګرهار ۱۶ ولسوالیو ته لاړ شي، مجبور دی چې ۱۰۰ رینجر به لاس کې ولاري او د هوا د لارې ورشي».

ظاهر قدیر په حکومت غږ وکړ چې په هېواد کې وروستۍ نا امنۍ خلکو ته د منلو وړ نه دي او باید دغې معضلې ته د پای ټکی کېږدي.

همدا راز د غور ولایت استازې سیما جوینده په ګډحکومت د نېوکې په ترڅ کې وویل چې سرپرستانو ته د ولایتونو د ادارې سپارل، د معاشونو او مدیریت نه شتون په ولایتونو کې د نا امنۍ ستر لامل دي.

هغې زیاته کړه چې په ۱۳۹۲ کې د کرزي د یوه فرمان پر اساس ۵۶ نوې ولسوالۍ جوړې شوې خو ولسوالانو يې معاش نه دی ترلاسه کړی او هغوی مجبور دی چې په هر کار لاس پورې کړي.

جویندې وویل: «خپله دولت د نا امنۍ او جنایتونو لامل دی. حکومت د ستونزو د ایجادلو لامل دی. د سرپرستانو لخوا ادارو ته نه پاملرنه دغه ستونزې ایجاد کړي».

همدا راز د فراه ولایت د حلکو استازی محمد سرور عثماني هم د والیانو نه شتون د نا امنۍ ستر لامل ګڼلی دی.

ویل کیږي چې د والیانو نه ټاکلو ستر لامل د ګډحکومت د مشرانو تر منځ د څوکیو د ویش پر سر لانجې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x