دجلال الرحمان شرر دځوانیمرګ ورور احمدصهیب په مړینې دغمرازۍ لیک

.

فاذا جاء اجلهم لایستاخرون ساعة ولا یستقدمون .الایة

په ډيرې خواشینۍ سره مو خبرترلاسه کړ چې دتکړه لیکوال اوشاعر  جلال الرحمان شرر ځوان ورور ( حافظ احمدصهیب ) دیوې ناڅاپې پېښې له امله له دې فانۍ نړۍ څخه سترګې پټې کړې او دابد په خوب ویده شو .

 

انالله وانا الیه راجعون د مرحوم حافظ احمدصهیب ،  په مړېنې نه یوازې موږ بلکې ټول هغه دوستان چې نوموړی یې له نژدې پیژانده او یایې دنوموړي د زهد او تقوی په اړه معلومات درلودل ، ډیرخفه دي . که په لنډو کې ووایو نوموړی مرحوم زموږ دټولو ورور وو او نوموړي ته دمغفرت دعا کول دځان فریضه ګڼو .

 

نوموړی له وړوکتوبه  دخورا عالي او نیکواخلاقو څښتن وو،د مشرانو خدمت،دملګرو په منځ کې تواضع او داستادانوعزت او احترام یې شعار وو، او د خپل مینه ناک برخورد، نېکه رویې ،اخلاص او فداکارۍ ،خوشاله طبیعت او مزاج له امله یې دخپلو ملګرو په زړونو کې ځای نیولی وو . نوموړی دخورا عالي استعداد څښتن وو چې په دې ورستیو کې دیوې لیسې دمدیریت چارې هم ورله غاړې وې .بالاخره له الهی تقدیر او قضا سره سم د دسمبر دمیاشتې په دوولسمه نېټه  د۲۳ کالو په عمر دیوې پېښې په ترڅ کې یې له دې نړې څخه رحلت وکړ، او خپل خپلوان یې دغم په ټغر کېنول .

موږ  د ارواښاد صهیب له کورنۍ په ځانګړې توګه له ښاغلي شرر صاحب  سره دپه دې ستره او نه جبرانېدونکې  فاجعه کې ځان شریک بولو او دنوموړي کورنۍ ، ملګرو او ټولو خپلوانو ته دزړه لکومې په کامله معنی دتسلیت مراتب وړاندې کوو . او له لوی متعال خدای ج څخه نوموړي ته جنت الفردوس لپاره لاس په دعا یو . او دخدای  بښلی حافظ صهیب  محترم پلار ، وروڼو ،انډیوالانو او خپلوانو  ته په ورپېښ غم او درد کې دجمیل صبر او جزیل اجر غوښتنه کوو .

ستاسو مخلص

عابرمسافر 

 13-12-2011

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د